به‌روزرسانی دربارهٔ6 hours ago

د پاکستان سپریم کورټ د آئیني جرګې د چارشنبې په ورځ هغو عامو خلکو ته چې د مې د ۹مې نېټې په فسادونو کښې ککړ دي. په پوځي محکمو کښې د محاکمې اجازه ورکړه.

دا پرېکړه په ۵ ـ ۲ په اکثریت سره اعلان شوه. جسټس امین الدین خان، محمد علي مظهر، حسن اظهر رضوي، مسرت هلالي او شاهد بلال حسن د اکثریت نظر جوړ کړی و.

بل پلو جسټس جمال مندوخېل او جسټس نعیم حیدر افغان د اکثریت له نظر سره اختلاف درلود.

د سپریم کورټ یو پینځه کسیزې جرګې په پوځي محکمو کښې د عامو خلکو د محاکمې پر ضد فیصله کړې وه او هغه یې غیرایني بللې وه او د پاکستان د پوځ قانون سیکشن ۲(۱)ډي(۱) او ۲(۱)(ډي)(۲) او سیکشن ۵۹(۴) یې ختم کړی و.

د ۲۰۲۳ کال د مې په ۹مه په ټول پاکستان کښې هغه مهال مظاهرې پیل شوې. کله چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په اسلام اباد کښې ونیول شو. په ډېرو ځایونو کښې مظاهرې تاوتریخوالي ته واوښتې او د لاهور د کور کمانډر هاوس په ګډون پر ګڼو پوځي تنصیباتو بریدونه وشول. هغه کسان چې په دغو مظاهرو کښې د لاس لرلو په تور نیول شوي وو، پوځي توقیف ته سپارل شوي وو.

نور ولولئ