په بلوچستان کښې د مستونګ په سیمه کښې نن سه شنبه سهار نامعلومو وسله والو د لیویز په یوه پوسټ برید وکړ. په دې برید کښې لږ تر لږه یو کس وژل شوی او اته نور ټپیان شوي دي.
د ډزو او چاودنو غږونه په سیمه کښې اورېدل شوي دي. امنیتي ځواکونو په سیمه کښې د لټون عملیات پیل کړي دي.
ویل کیږي چې په دې برید کښې وژل شوی کس یو ۱۶ کلن هلک دی. په برید کښې ټپي شوي اته کسان غوث بخش روغتون ته لیږدول شوي دي.
برید کوونکو د تحصیل دفتر هم ویجاړ کړی، ریکارډونه او لږ تر لږه درې موټر یې سوځولي دي. دوی په سیمه کښې پر دریو بانکونو هم بریدونه کړي دي.