به‌روزرسانی دربارهٔ5 hours ago

د پاکستان مرکزي حکومت اعلان کړی چې د جمعیت علمای اسلام-ف (JUI-F) مشر مولانا فضل الرحمان د ډېره اسماعیل خان کور ته به د فرنټیر کنسټبلرۍ (FC) سرتېري لېږل کېږي.

دا پرېکړه چې نن (سې شنبه) اعلان شوه. د جون په ۲۹ مه د کورنیو چارو وزارت لخوا په پېښور کښې د اېف سي کمانډنټ ته له لارښوونې وروسته شوې ده. د فضل الرحمان کور ته به د امنیت د لا ښه کولو لپاره د اېف سي یو پلاټون سرتېري استول کېږي.

دا ګام د وزيراعظم شهباز شريف په غوښتنه اخیستل شوی. چې د امنيت اندېښنې او د فضل الرحمان پر زوی اسجد محمود وروستۍ پېښې یې لامل ګرځولې دي. تېره میاشت ویل شوي وو چې اسجد محمود له ډېره اسماعیل خان څخه لکي مروت ته پر لاره د وسله والو کسانو لخوا د موټر مخه نیول شوې وه.

وزيراعظم په اسلام اباد کښې د فضل الرحمان له کور څخه لیدنې وروسته پر یاد برید او د تښتولو پر هڅه ژوره اندېښنه وښوده. هغه د پېښې د عاملينو د نیولو او چټک قانوني اقدام امر کړی دی.

دا سرتېري لېږدول په وروستیو میاشتو کښې پر JUI-F مشرانو د بریدونو لړۍ تعقیبوي. په دې کښې د مې په ۱۵ مه په جنوبي وزیرستان کښې د JUI-F پر یوه سیمه ییز مشر چاودنه، د اپرېل په میاشت کښې له کلات سره نږدې پر سړک د ماین چاودنه چې یو سیمه ییز مشر او دوې ښځې پکې ووژل شوې او د مارچ په میاشت کښې په جنوبي وزیرستان کښې پر جومات برید چې د JUI د ضلعي مشر پکې ټپي شو.  پر دې سربېره د مارچ په میاشت کښې دوه ده JUI-F بلوچستان مشران په خضدار کښې ووژل شول.

Author

نور ولولئ