به‌روزرسانی دربارهٔ2 hours ago

پاکستان د ګل په ورځ ملګرو ملتونو ته وویل چې دوی د دې ثابتولو لپاره باوري شواهد لري چې د جعفر ایکسپریس تښتول د دوی د سیمې د دښمنانو لخوا سپانسر شوي وو.

په پاکستان مشن کښې سلاکار جواد اجمل د د ترهګرۍ د قربانیانو د ټولنې نيټ ورک د پیل په مراسمو کښې ملګرو ملتونو ته وویل چې نړیواله ټولنه باید د وحشیانه ترهګریزو بریدونو د قربانیانو او ژغورل شویو کورنیو ملاتړ وکړي.

پاکستاني ډیپلومات زیاته کړه چې ترهګر او همدارنګه د هغوی مشران باید د ترهګرۍ د پای ته رسولو لپاره حساب ورکوونکي ونیول شي.

اجمل وویل چي که مونږ د قربانیانو لپاره د راتلونکي لارې نقشه جوړوو نو مونږ باید له تنګو سیاسي ګټو او جیو پولیټیکي اجنډاو څخه هاخوا وګورو.  هغه زیاته کړه چې د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره باید یو شان او د قربانیانو په محوریت ولاړ چلند غوره شي.

هغه زیاته کړه چې پاکستان په خپلو ټولو بڼو کښې ترهګري ردوي. خو هغه زیاته کړه چې د ځان ارادیت لپاره مشروع مبارزه باید له ترهګرۍ سره ګډه نه شي.

اجمل د دولت په ملاتړ د ترهګرۍ د حل کولو او د دې پدیدې لپاره د نوي تعریف کولو غوښتنه وکړه ترڅو د نویو وسیلو له کارولو څخه رامینځته شوي ننګونې هم پکې شاملې شي.

هغه د پهلګام په برید کښې د خلکو په وژل کیدو هم اندیښنه څرګنده کړه او د برید له امله اغیزمنو شویو کسانو ته یې خواخوږي وړاندې کړه.

ترهګرو د جعفر ایکسپریس ریل ګاډی چې ۴۴۰ مسافر یې لیږدول او تښتولی و. د پاکستان پوځ د عملیاتو له بشپړولو او د ټولو ۳۳ ترهګرو له وژلو مخکې لږترلږه ۲۶ کسان وژل شوي وو. د بلوچ لیبریشن آرمي په نوم یوې منع شوې ډلې د دغه برید مسوولیت منلی و.

نور ولولئ