راپور ښائي د مارچ په میاشت کښې په خیبر پښتونخوا کښې ۱۵۸ ترهګر وژل شوي دي

امنیتي سرچینو ویلي دي په تیرې میاشتې (مارچ) کښې په خیبر پښتونخوا کښې په عملیاتو کښې ټول ۱۵۸ ترهګر وژل شوي دي. دا ترهګرو په ټول ۷۳ عملیاتو کښې وژل شوي دي. چې د صوبې په ۱۵ ضلعو کښې ترسره شوي وو. تر ټولو زیات ترهګر په شمالي وزیرستان کښې وژل شوي دي (۴۰)، ورپسې […]

پاکستان  TTP او BLA ته د وسلو د تګ د مخنیوي لپاره د نړیوالو هڅو غوښتنه کوي

پاکستان يو ځل بيا له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه کړې چې په افغانستان کښې د ترهګرو ډلو ته د ناقانونه وسلو د تګ د مخنيوي لپاره همکاري وکړي. سيد عاطف رضا په ملګرو ملتونو کښې د پاکستان ماموریت سلاکار د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په اريا فارموله غونډه کښې خبرې وکړې او د پېچلو […]

د تورخم له لارې د افغان کډوالو ایستل دوام لري

د غیرقانوني افغان کډوالو او د افغان تابعیت لرونکو د ایستلو پروسه د حکومت د مارچ د ۳۱مې نېټې له وروستۍ نېټې وروسته ګړندۍ روانه ده. د خیبر پښتونخوا د کورنیو چارو وزارت په وینا د چهارشنبې په ورځ ټولټال ۱۵۳ کسان د تورخم له لارې خپل هېواد ته واستول شول. د پنجشنبې او جمعې […]

امنیتي ځواکونو په کیچ کښی دوه ترهګر ووژل

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) په وینا امنیتي ځواکونو د جمعې په ورځ په بلوچستان کښې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیاتو کښې دوه ترهګر ووژل. د ISPR په وینا دا عملیات د بلوچستان په کیچ ضلعې بلیده کښې ترسره شول.  په یوه بیان کښې آئي اېس پې آر وویل چې […]