به‌روزرسانی دربارهٔ1 hours ago

د غیرقانوني افغان کډوالو او د افغان تابعیت لرونکو د ایستلو پروسه د حکومت د مارچ د ۳۱مې نېټې له وروستۍ نېټې وروسته ګړندۍ روانه ده.

د خیبر پښتونخوا د کورنیو چارو وزارت په وینا د چهارشنبې په ورځ ټولټال ۱۵۳ کسان د تورخم له لارې خپل هېواد ته واستول شول. د پنجشنبې او جمعې په ورځو کښې ۱۶ نورې کورنۍ افغانستان ته واستول شوې. چې لږ تر لږه ۳۲ نارینه، ۳۷ ښځې او ۸۳ ماشومان پکې شامل وو. دا خبره د خیبر مرستیال کمیشنر شاهد بلال وکړه.

په همدې حال کښې نور کډوال د هېواد له ګوټ ګوټ څخه تورخم ته د ایستلو لپاره راوړل کیږي. د جمعې په ورځ له پنجاب څخه لږ تر لږه ۳۵۰ کډوال تورخم ته راوړل شول او تمه ده چې سبا به له دې ولایت څخه ۲۶۰ نور راشي. نن به له اسلام اباد څخه ۱۲۹ او له ګلګت بلتستان څخه یو کډوال هم واستول شي.

کډوال د لنډي کوتل په انتقالي کمپ کښې تر هغه وخته پاتې کیږي تر څو د دوی اسناد بشپړ شي. د هغې ولسوالۍ څخه چې کډوال راځي د نادرا یوه ډله هم د اسنادو د بشپړولو لپاره هلته موجوده ده.

د راډیو پاکستان د معلوماتو له مخې له هغه وخته چې حکومت په ۲۰۲۳ کال کښې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو پروسه اعلان کړه او ۸۷۸،۹۷۲ افغانان په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شوي دي. خو تر ۱.۳ میلیونو ډېر اوس هم په پاکستان کښې اوسیږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ له پاکستاني حکومت څخه غوښتي دي چې دا موضوع د بشردوستانه لید له لارې بیا کتنه وکړي. له بلې خوا د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی علي امین ګنډاپور ټینګار کړی چې د بېرته ستنولو پروسه به په عزت سره ترسره شي.

نور ولولئ