به‌روزرسانی دربارهٔ1 hours ago

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) په وینا امنیتي ځواکونو د جمعې په ورځ په بلوچستان کښې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیاتو کښې دوه ترهګر ووژل.

د ISPR په وینا دا عملیات د بلوچستان په کیچ ضلعې بلیده کښې ترسره شول.

 په یوه بیان کښې آئي اېس پې آر وویل چې وژل شوي ترهګر په سیمه کښې د قانون پلي کونکو ادارو او بې ګناه ملکي وګړو په وړاندې په ډیری ترهګریزو فعالیتونو کښې فعال وو.

آئي ايس پي آر زیاته کړه چې په سیمه کښې د نورو ترهګرو د له منځه وړلو لپاره د پاکولو عملیات هم ترسره شول.

د ۲۰۲۵ کال په مارچ میاشت کښې په هیواد کښې ۱۰۵ ترهګریز بریدونه وشول. چې د ۲۰۱۴ کال له نومبر راهیسې تر ټولو لوړه شمېره ده. په دغو بریدونو کښې ټول ۷۳ امنیتي پرسونل او ۶۷ ملکي وګړي ووژل شول. په بریدونو کښې ټول ۸۸ جنګیالي ووژل شول او ۸۳ نور د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کښې ووژل شول. بلوچستان یو له هغو ولایتونو څخه و چې ډیر زیان یې لیدلی و. په دې صوبه کښې د ۲۰ ملکي وګړو او ۳۷ امنیتي ځواکونو د وژل کیدو راپور ورکړل شوی و.

نور ولولئ