به‌روزرسانی دربارهٔ4 hours ago

امنیتي سرچینو ویلي دي په تیرې میاشتې (مارچ) کښې په خیبر پښتونخوا کښې په عملیاتو کښې ټول ۱۵۸ ترهګر وژل شوي دي.

دا ترهګرو په ټول ۷۳ عملیاتو کښې وژل شوي دي. چې د صوبې په ۱۵ ضلعو کښې ترسره شوي وو.

تر ټولو زیات ترهګر په شمالي وزیرستان کښې وژل شوي دي (۴۰)، ورپسې په ډیره اسماعیل خان کښې (۲۵) او په مومند کښې ۲۰. په عین حال کښې په بنو او مردان کښې هر یو ۱۸ ترهګر وژل شوي دي.

نورې ضلعې چې ترهګر پکې وژل شوي دي په دې ډول دي: جنوبي وزیرستان (۱۳)، لکي مروت (۷)، باجوړ (۶)، خیبر (۴)، کرک (۲) او ټانک (۲).

په پېښور، چارسده، سوات او هنګو کې هر یو یو ترهګر وژل شوی دی.

قانون پلي کونکو ادارو د وژل شویو ترهګرو څخه ۱۲۳ ایس ایم جي، ۲۳ راکټ لانچرې او ۹ ماشین ګنونه هم ترلاسه کړي دي. په عین حال کښې د کال په لومړیو دریو میاشتو کښې په صوبه کښې په ترهګریزو بریدونو کښې ټول ۱۵۲ کسان وژل شوي دي. چې په کښې د پولیسو افسران، امنیتي ځواکونو پرسونل او ملکي وګړي شامل دي. په ترهګریزو بریدونو کښې ۳۰۲ نور کسان ټپیان شوي دي

نور ولولئ