پاکستان يو ځل بيا له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه کړې چې په افغانستان کښې د ترهګرو ډلو ته د ناقانونه وسلو د تګ د مخنيوي لپاره همکاري وکړي.
سيد عاطف رضا په ملګرو ملتونو کښې د پاکستان ماموریت سلاکار د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په اريا فارموله غونډه کښې خبرې وکړې او د پېچلو وسلو ستونزه يې په ګوته کړه چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او بلوچستان لیبریشن آرمي (بي ایل ای) په څېر ډلو لاس ته ورغلي دي. کوم چې له افغانستان څخه د پاکستان پر وړاندې د بريدونو لپاره د اډې په توګه کار اخلي.
رضا وويل چې دا ډلې د بیلینو ډالرو په ارزښت ناقانونه وسلې لري او له بهر څخه ملاتړ ترلاسه کوي. په ضمني توګه يې پر هند تور پورې کړ.
هغه وويل چي دا ترهګرې ډلې زموځږ د اصلي دښمن څخه بهرنی ملاتړ او مالي مرستې هم ترلاسه کوي.
هغه د پرېښودل شويو وسلو د راټولولو او د ناقانونه وسلو د بازار د تړلو لپاره د نړيوالو هڅو غوښتنه وکړه.
دا اندېښنه د پاکستاني چارواکو د پخوانیو څرګندونو غږ دی. چې ده ملګرو ملتونو سفیر منير اکرم او د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان هم شامل وه. چې په ۲۰۲۱ کښې د وتلو وروسته یې په افغانستان کښې د پرمختللو امریکايي وسلو شتون ته اشاره کړې وه. چې اوس د ترهګرو سازمانونو لخوا کارول کیږي. د پولې هاخوا بریدونو په اړه د پاکستان او افغانستان ترمنځ روانه تاوتریخوالی د نړیوالې مداخلې لپاره د پاکستان غوښتنه نوره هم پیاوړې کوي.
د وړو وسلو د سروې په یوه وروستي راپور کڅې څرګنده شوې وه چې د افغان طالبانو د سختو اقداماتو سره سره نه یوازې د ناټو بلکې د شوروي وسلې هم په پاکستان او افغانستان کښې د غیر رسمي بازارونو له لارې پلورل کیږي.