د سپریم کورټ له پرېکړې وروسته، ای سي پي ځانګړې (مخصوصې) سیټونه وویشل

د پاکستان د ټاکنو کمیشن (ECP) د جون په ۲۷ مه د سترې محکمې له پریکړې وروسته په ملي او صوبایي اسمبلیو کښې د ځانګړو سیټونو د بیا ویش په اړه یوه اعلامیه خپره کړه. دې پریکړې واکمن ایتلاف ته د پام وړ ګټه رسولې او په حقیقت کښې یې د پاکستان تحریک انصاف (PTI) […]

اسسټنټ کمشنر او درې نور کسان په باجوړ کښې په چاودنه کښې شهیدان شول

په باجوړ کښې د چهارشنبې په ورځ په یوه بمي چاودنه کښې د یوه اسسټنټ کمشنر په ګډون لږ تر لږه څلور کسان شهیدان شوي او ۱۱ نور ټپیان دي. چاودنه د چهارشنبې په ماسپښین د باجوړ ضلعې په صديق آباد پاټک کښې شوې ده. اسسټنټ کمشنر په هغه موټر کښې سفر کاوه چې په […]

نیپرا د بجلۍ په بیه کښې کمښت منظور کړ

د پاکستان د برېښنا ملي تنظیمي ادارې (NEPRA) په هېواد کښې د برېښنا په بیه کښې د هر یونټ ۱.۱۵ روپۍ کمښت منظور کړی دی. دا پرېکړه چې د چهار شنبې په ورځ اعلان شوه. د برېښنا د لومړني تعرفې د کمولو لپاره د مرکزي حکومت د غوښتنې وروسته شوې ده. نېپرا په خپله رسمي […]

بلاول وايي چې د طالبانو ماتو ژمنو سیمه بې ثباته کړې ده

د پاکستان پيپلز پارټۍ (PPP) مشر بلاول بټو زرداري په افغانستان کښې د طالبانو پر حکومت کلکه نيوکه کړې او ويلي يې دي چې د خپلو ژمنو په نه پوره کولو سره په سيمه کښې د بې ثباتۍ لامل ګرځي. نوموړي د افغانستان پر سرپرست حکومت غږ وکړ چې د دوحې تړون ته ژمن پاتې […]

پاکستان به د هند د کړنو په ځواب کښې د اوبو زېرمه کولو ظرفیت لوړ کړي

پاکستاني وزیراعظم شهباز شریف د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې حکومت به د هېواد د اوبو د ذخیره کولو ظرفیت د پام وړ زیات کړي. هغه وویل چې دا د هند د هڅو په ځواب کښې دي چې د اوبو سرچینې د وسلې په توګه وکاروي. دا پرېکړه په هند کښې د کشمیر […]