د پاکستان د ټاکنو کمیشن (ECP) د جون په ۲۷ مه د سترې محکمې له پریکړې وروسته په ملي او صوبایي اسمبلیو کښې د ځانګړو سیټونو د بیا ویش په اړه یوه اعلامیه خپره کړه. دې پریکړې واکمن ایتلاف ته د پام وړ ګټه رسولې او په حقیقت کښې یې د پاکستان تحریک انصاف (PTI) لپاره پخوانۍ ویشل شوي سیټونه لغوه کړي.
د سترې محکمې اساسي قانوني بنچ پریکړه وکړه چې PTI د ښځو او اقلیتونو لپاره د ځانګړو څوکیو مستحق نه دی. دې کار د دغو څوکیو بیا ویش ته لاره هواره کړه او واکمن ایتلاف اکثریت څوکۍ ترلاسه کړې.
ملي اسمبلې
د ښځو لپاره د ځانګړو سیټونو په برخه کښې د خیبر پښتونخوا (KP) څخه پنځه ځانګړې سیټونه بیرته واخیستل شوې. چې دوه پاکستان مسلم لیګ (ن) ته او یوه جمیعت علمای اسلام (ف) ته ورسیدل. د پنجاب څخه یوولس سیټونه هم بیرته واخیستل شول چې لس یې مسلم لیګ (ن) او یوه یې پاکستان پیپلز پارټي (PPP) ته ورکړل .
د اقلیتونو لپاره په ملي اسمبلې کښې درې اقلیتي سیټونه بیرته واخیستل شول او د مسلم لیګ (ن)، PPP، او جمیعت علمای اسلام (ف) ترمنځ وویشل شول.
خیبر پښتونخوا (KP) اسمبلې
۲۱ د ښځو سیټونه بیرته ځای پر ځای شوې چې ۸ یې جمیعت علمای اسلام (ف) ته، ۶ یې مسلم لیګ (ن) ته، او ۵ یې PPP ته ورکړل شول. PTI او عوامي نېشنل پارټي (ANP) هر یو یوه سیټ ترلاسه کړو. څلور اقلیتي سیټونه بیرته واخیستل شول. چې دوه جمیعت علمای اسلام (ف) ته، یوه مسلم لیګ (ن) ته، او یوه PPP ته ورسیده.
پنجاب اسمبلې
۲۴ د ښځو سیټونه بیرته ځای پر ځای شوې چې ۲۱ یې مسلم لیګ (ن) ته، او یوه یوه یې PPP، استحکام پاکستان پارټي (IPP)، او پاکستان مسلم لیګ-ق (PML-Q) ته ورکړل شول. درې اقلیتي سیټونه بیرته واخیستل شول. چې دوه مسلم لیګ (ن) ته او یوه یې PPP ته ورکړو .
سند اسمبلې
د ښځو دوه سیټونه او یو اقلیتي سیټ بیرته واخیستل شول چې یو یو سیټ PPP او متحده قومي مومنټ-پاکستان (MQM-P) ته ورسیدو.
اي سي پي هم په ملي او صوبایي اسمبلېو کښې د PTI د بریالي کاندیدانو په اړه خپله پخوانۍ اعلامیه بیرته واخیسته