به‌روزرسانی دربارهٔ3 hours ago

په باجوړ کښې د چهارشنبې په ورځ په یوه بمي چاودنه کښې د یوه اسسټنټ کمشنر په ګډون لږ تر لږه څلور کسان شهیدان شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

چاودنه د چهارشنبې په ماسپښین د باجوړ ضلعې په صديق آباد پاټک کښې شوې ده. اسسټنټ کمشنر په هغه موټر کښې سفر کاوه چې په نښه شو. پر ټولنیزو رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کښې ښودل شوې چې موټر په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی.

په شهیدانو کښې د نواګي اسسټنټ کمشنر، یو تحصیلدار او دوه پولیس افسران شامل دي. په دې چاودنه کښې لږ تر لږه ۱۱ نور کسان هم ټپیان شوي دي. پولیسو لا تر اوسه د چاودنې نوعیت نه دی معلوم کړی.

Author

نور ولولئ