به‌روزرسانی دربارهٔ12 hours ago

د پاکستان پيپلز پارټۍ (PPP) مشر بلاول بټو زرداري په افغانستان کښې د طالبانو پر حکومت کلکه نيوکه کړې او ويلي يې دي چې د خپلو ژمنو په نه پوره کولو سره په سيمه کښې د بې ثباتۍ لامل ګرځي. نوموړي د افغانستان پر سرپرست حکومت غږ وکړ چې د دوحې تړون ته ژمن پاتې شي.

بلاول د اسلام اباد پالیسي ريسرچ انسټیټیوټ له خوا جوړې شوې يوې غونډې ته د وينا پر مهال، د ترهګرۍ نړيوال ماهيت روښانه کړ او په دې مبارزه کښې يې د پاکستان د بشري او مالي زيانونو يادونه وکړه. هغه د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان پر روانو هڅو ټينګار وکړ او د ضرب عضب او رد الفساد په څېر عملياتو يادونه يې وکړه چې ترهګريزې ډلې يې فلج کړې دي. نوموړي دغه راز په اوسنۍ زمانه کښې د ډيجيټل پروپاګند ننګونې ته هم اشاره وکړه.

بلاول په ډاګه کړه چې پاکستان هېڅکله ترهګرۍ ته بلنه نه ده ورکړې. بلکې په دوامداره توګه يې ورسره مبارزه کړې ده. هغه د پاکستان پر نه شلېدونکي عزم ټينګار وکړ او ويې ويل چې تسليمېدل يې انتخاب نه دی. نوموړي پر نړيوالې ټولنې غږ وکړ چې د پاکستان قربانيو او ژمنتيا ته درناوی وکړي.

هغه پر هند هم غږ وکړ چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کښې د پاکستان له تجربو څخه زده کړه وکړي او د ترهګرۍ ضد هڅو کښې يې له هند سره همکارۍ ته خپله لېوالتيا څرګنده کړه. نوموړي د کشمير، اوبو پر سر شخړو او ترهګرۍ په اړه د خبرو وړانديز وکړ.

بلاول د خپلې پخوانۍ خبرې په بيا تکرار سره په پای کښې وويل چې د طالبانو حکومت ماتې ژمنې په سيمه کښې بې ثباتي رامنځته کوي او د افغانستان پر سرپرست حکومت يې غږ وکړ چې د دوحې په تړونونو ولاړ پاتې شي.

Author

نور ولولئ