د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګزیب ژمنه کړې ده چې په راتلونکي فدرالي بجټ کښې به د تنخوا اخیستونکو او رسمي سیکټر څخه د مالیاتو بار کم کړي. دا بدلون به د ډیجیټل کیدو او د نغدو پیسو پر معاملو د تکیې کمولو له لارې ترسره شي.
د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې دا ژمنه د سوداګریزو بانکونو، پراختیایي مالي بنسټونو او د مختلفو صنعتونو له استازو سره د بجټ څخه مخکې د مشورو لړۍ وروسته شوې ده. په دې غونډو کښې د ډیجیټل کیدو له لارې ناثبت شوي اقتصاد رسمي سیسټم ته راوستلو پر ستراتیژیو تمرکز شوی.
حکومت د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره څو اقدامات په پام کښې لري. په دې کښې پر نغدو معاملو اضافي مالیات، د ډیجیټل تادیاتو لپاره هڅونې، او په ځانګړو سیکټرونو کښې د نغدو پیسو پر تادیاتو احتمالي بشپړ بندیزونه شامل دي. د فدرالي عوایدو بورډ (FBR)، د کارانداز، پاکستان ریونیو اتومیشن لمیټډ او بانکي سیکټر سره په همکارۍ به دا مهم سیکټرونه وپیژني.
د مشورو یوه مهمه برخه په پاکستان کښې د نغدو پیسو څخه پاک اقتصاد ته د لیږد چټک کول وو. برخه والو د ډیجیټل تادیاتو پلیټ فارمونو ترمنځ د ښه متقابل عمل اړتیا باندې ټینګار وکړ. په ځانګړي توګه د راست فوري تادیاتو سیسټم په کارولو سره. موخه دا ده چې د نغدو او ډیجیټل معاملو ترمنځ یو ډیر متوازن سیالي چاپیریال رامینځته شي ترڅو ډیجیټل تادیات د مصرف کونکو او سوداګریزو دواړو لپاره ډیر په زړه پوري او ارزانه شي.
د لګښتونو په اړه د اندیښنو په ځواب کښې حکومت پالن لري چې د ډیجیټل معاملو زیربنا د لګښت جوړښت ته لومړیتوب ورکړي. چې موخه یې کوچنیو سوداګرو او محرومو ټولنو ته د ډیجیټل تادیاتو لاسرسی اسانه کول دي.
وزیر اورنګزیب د نغدو پیسو څخه پاک اقتصاد پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې دا یوازې یو سیاسي هدف نه بلکې د اوږدمهاله مالي ثبات، سیالۍ او هر اړخیزې ودې لپاره یوه اړتیا ده. هغه د ټولو پاکستانیو اتباعو لپاره د کارولو اسانه، هر اړخیز او متقابل ډیجیټل تادیاتو چاپیریال رامینځته کولو لپاره پر بیړني او همغږي اقدام ټینګار وکړ.
