| به‌روزرسانی دربارهٔ |11:24

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره یې یو مهم اقتصادي تړون کړی دی، چې له مخې به د چین پر وارداتي محصولاتو (ټیرفونو) کې کموالی راوستل کېږي.

دغه تړون د آسیا ــ پسېفک اقتصادي همکاریو (APEC) سرمشریزې په ترڅ کې د جنوبي کوریا د بوسان په ښار کې د دواړو مشرانو ترمنځ د ۲۰۱۹ کال راهیسې لومړۍ مخامخ لیدنه کې وشوه.

د سویابین پېر او نایابه فلزات

ولسمشر ټرمپ د ایر فورس ون الوتکې کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې د دې تړون له مخې، بیجینګ به یو ځل بیا د امریکا سویابین پېرودل پيل کړي.
هغه زیاته کړه چې چین به د نایابه فلزاتو صادرات هم روان وساتي. د ټرمپ په وینا، دا د نایابه فلزاتو د برابرولو په اړه یو کلن، د تمدید وړ تړون دی، چې هر کال به له سره ارزول کېږي.

د فینټینیل پر ضد عملیات

ټرمپ دا هم وویل چې د تړون یوه برخه دا ده چې چین به د خطرناکې نشه‌يي موادو فینټینیل غیرقانوني سوداګرۍ پر ضد پراخ عملیات پيل کړي.

د ټرمپ وینا او ستاینه

ولسمشر ټرمپ خپله له شي جین پینګ سره دوه ساعته اوږده ناسته “یو ستر بریالیتوب” وبلله او د چین ولسمشر یې “د یو ځواکمن هېواد زبردست مشر” په توګه وستایه.
هغه زیاته کړه چې تمه لري په اپریل میاشت کې به د نورو خبرو اترو لپاره چین ته سفر وکړي، او له هغې وروسته به شي جین پینګ هم امریکا ته لاړ شي.

د نړیوالو بازارونو غبرګون

د دې خبر له خپرېدو سره سم په نړیوالو مالي بازارونو کې چټک بدلون راغی، ځکه پانګه‌والو تمه څرګنده کړه چې دغه تړون به د نړیوالو عرضو (سپلای چین) پر وړاندې موجود خطرونه راکم کړي او د نړیوال کاروبار باور به بېرته راژوندی کړي.
د چین سټاک مارکېټونه د تېرو لسو کلونو تر ټولو لوړې کچې ته ورسېدل، او د یوآن ارزښت د ډالر په وړاندې د یو کال تر ټولو لوړ حد ته وخوت.
له وال سټریټ څخه تر ټوکیو پورې نړیوال سټاک مارکېټونه هم په وروستیو ورځو کې ریکارډ کچې ته رسېدلي دي.

نور ولولئ