پاکستان ته د برېښنايي پيسو په ناقانونه راکړې ورکړې کې د خلکو د زياتې ونډې له امله شاوخوا ۶۰۰ ميليونه ډالره مالي زيان اوښتی، چې له امله یې د بانکدارۍ په نظام کې د ډالرو بهير په چټکۍ سره کم شوی دی. خلک له پيسو بدلولو له شرکتونو څخه ډالر اخلي او بيا يې د قانون خلاف د برېښنايي پيسو په بازار کې لګوي.
د راپور له مخې، د تېر کال په لومړيو لسو مياشتو کې د پيسو بدلولو شرکتونو له خوا بانکونو ته د ډالرو پلور ۴ ميليارده ډالرو ته رسېده، خو سږکال په همدې موده کې دغه شمېرې ۳ ميليارده ډالرو ته راکمې شوې دي. د پيسو بدلولو د شرکتونو د اتحاديې مشر ملک بوستان وايي، هغه ډالر چې په بازار کې نه ښکاري، ډېری یې د برېښنايي پيسو په پېرلو لګېدلي دي.
خلک له دغو شرکتونو ډالر اخلي، خپلو د بهرنيو اسعارو حسابونو ته يې جمع کوي، او وروسته يې له حسابونو وباسي او د قاچاقي لارو په وسیله پرې برېښنايي پيسې رانيولي.
د هېواد مرکزي بانک (سټېټ بانک) تازه لارښوونه کړې چې بانکونه او د پيسو بدلولو شرکتونه بايد خلکو ته په لاس کې نقد ډالر ورنه کړي، بلکې اړ دي چې پيسې مستقيم د مشتريانو د بهرنيو اسعارو حسابونو ته انتقال کړي. خو له دې سره سره، هغه چکونه او انتقال شوې پيسې چې دغو شرکتونو د مشتريانو حسابونو ته لېږي، بيا هم خلک وباسي او د برېښنايي پيسو په بازار کې يې لګوي.
پاکستان له اوږدې مودې راهيسې د ډالرو د سخت کمښت له ستونزې سره مخ دی. د نړيوال پولي صندوق (IMF) له مرستې وروسته که څه هم پر ډالرو محدوديتونه زيات شوي، خو د برېښنايي پيسو د پېرلو دا نوی ګډوډ بهير د پالیسي جوړوونکو هڅې له خطر سره مخ کولای شي. دا مهال د مرکزي بانک د بهرنۍ زرمبادلې زیرمې شاوخوا ۱۴.۵۵۱ ميليارده ډالرو ته رسېږي.



