لکي مروټ کې د امنیتي ځواکونو د استخباراتي عملیاتو پر مهال ۱۰ وسلهوال وژل شوي

د خیبر پښتونخوا په لکي مروټ ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او پولیسو له لوري د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ګډ عملیات ترسره شوي دي، چې په ترڅ کې د وسلهوالو او امنیتي ځواکونو تر منځ د سختې نښتې پر مهال ټولټال ۱۰ وسلهوال وژل شوي دي. دا عملیات د شیري خېل او د سرایي […]
په خیبر پښتونخوا کې یاغیانو له کارېدونکو امریکايي وسلو لومړۍ عامه ننداره

د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د امنیتي ځواکونو د وروستیو عملیاتو پر مهال له یاغیانو څخه ترلاسه شوې د امریکا جوړې وسلې او تجهیزات لومړی ځل خلکو ته وښودل شول. د پاکستاني پوځ او امنیتي ادارو د بریالیو عملیاتو له امله دا وسله او سامان د دوی تر ولکې لاندې راغلی دی. سرچینې […]
په دبئي هوايي نندارتون کې هندي جنګي الوتکه غورځېدلې؛ تازه راپور د سختو تخنیکي ستونزو پرده پورته کوي

د جمعې په ورځ د دبئي هوايي نندارتون د نندارې پرواز پر مهال د هندوستان ایروناټکس لیمیټډ “تیجس” جنګي الوتکه غورځېدلې او په بشپړ ډول ویجاړه شوې ده. دا پېښه د ځایي وخت له مخې شاوخوا ۲:۱۰ بجې هغه مهال رامنځته شوه چې الوتکه د خلکو مخې ته د مهارتي الوتنې ننداره ترسره کوله. د […]
د پاکستان د بهرنيو زېرمو زیاتوالی، د سرو زرو بیو کمښت

د پاکستان د بهرنيو اسعارو زېرمو کې په اونیزه توګه لږ لوړوالی ثبت شوی، په داسې حال کې چې د پاکستان مرکزي بانک (SBP) د اوپن مارکېټ عملیاتو له لارې بازار ته د پام وړ لیکویډیټي برابرې کړې ده. همدارنګه، په هېواد کې د سرو زرو بیې راټیټې شوې او پاکستاني روپۍ د ډالر په […]
په فيصل اباد کې د ګازو ډبي په چادونه کې 15 تنه مړه شويدي

په فیصلآباد کې د سهار وختي د یوې فابریکې دننه د سختې چاودنې او اورلګېدنې له امله ۱۵ کسان وژل شوي دي. د ریسکیو ادارې په لومړیو معلوماتو کې ویلي وو چې پېښه د فابریکې د بویلر د چاودنې له امله رامنځته شوې، خو وروسته د کمیشنر دفتر سره په ګډه تایید شوه چې چاودنه […]
د امریکا د کانګرس راپور د “معرکهِ حق” په جګړه کې د پاکستان د پوځي بریا پخلی کړی – وزیراعظم شهباز شریف

وزیراعظم شهباز شریف د آزاد کشمیر د هارګېل په سیمه کې د یوه دانش ښوونځي بنسټ کېښود. نوموړي د وینا پر مهال د مې میاشت کې له هند سره شوې څلور ورځنۍ پوځي نښتې ته په اشارې وویل چې امریکا کانګرس ته وړاندې شوې تازه راپور د پاکستان “پوځي بریا” او د وسلهوالو ځواکونو د […]
په بنو کې د امن لښکر د قوماندان پر دفتر برید؛ ۷ کسان وژل شوي

په خیبر پښتونخوا د بنو په ولسوالۍ کې د امن لښکر د یوه قوماندان پر دفتر نامعلومو وسلهوالو برید کړی دی چې په نتیجه کې اووه کسان وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی. د سیمهییزو سرچینو په وینا، دا پېښه د هوید د پولیسسټېشن په حدود کې د درې ډریزو په سیمه کې […]
بهرنیو چارو وزیر د نېټو او اروپايي ټولنې له مشرانو سره لیدنې

نائب صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د بروکسل د درې ورځني سفر پر مهال د نېټو (NATO) په مرکزي دفتر کې د سرمنشي مارک روټه سره وکتل. په دې لیدنه کې د سیمهییز امنیت، ترهګرۍ ضد هڅو او جیوپولیټیک موضوعاتو په اړه د ژور همکارۍ هوکړه وشوه. په نېټو کې د ترسره […]