| به‌روزرسانی دربارهٔ |11:12

په خیبر پښتونخوا د بنو په ولسوالۍ کې د امن لښکر د یوه قوماندان پر دفتر نامعلومو وسله‌والو برید کړی دی چې په نتیجه کې اووه کسان وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.

د سیمه‌ییزو سرچینو په وینا، دا پېښه د هوید د پولیس‌سټېشن په حدود کې د درې ډریزو په سیمه کې رامنځته شوې. وسله‌والو د امن لښکر قوماندان قاري جلیل په نښه کړی و.

تر برید وروسته په سیمه کې امنیتي حالت ترینګلی شو او امنیتي ځواکونو سیمه په کلکه محاصره کړه. د وژل شویو کسانو په جمعه کې اسامه، کامران، محمد نیاز، ولي‌الله، سفیان، نعمان او صُفیان شامل دي.

محمد په نوم سړی په برید کې ټپي شوی چې روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوی دی.

په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ادعاوې ښيي چې دغه برید د یوې ناقانونه وسله‌والې ډلې جنګیالیو کړی دی. له پېښې وروسته په سیمه کې د امنيت په اړه اندېښنې نورې هم زیاتې شوې دي.

نور ولولئ