RPO او DPO په لیهه کښې د پرانستې محکمې غونډه ترسره کړه

د پنجاب د وزیر اعلی مریم نواز او د پنجاب د پولیسو د انسپکټر جنرل په ځانګړو لارښوونو سره د ډېره غازي خان سیمه ایز پولیس افسر (RPO) کپټن (R) سجاد حسن خان د لیهې ضلعې ته تفصیلي سفر وکړ. د خپل سفر په ترڅ کښې هغه په مختلفو عامه، تعلیمي او اداري غونډو کښې […]
د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکی د پوځ له مشر سره ولیدل

د امريکا یو لوړپوړی پلاوی چې مشري يې د بهرنيو چارو وزارت د جنوبي او مرکزي ایشيا د چارو مشر اېريک مېير کوله. د چهارشنبې په ورځ په جنرل هيډکوارټرز کښې د پاکستان د پوځ مشر جنرل سيد عاصم منير سره وکتل. د پوځ د عامه اړيکو څانګې (ISPR) په وينا دا ليدنه د پاکستان […]
ټرمپ یو ځل بیا دعوی کوي چې چین بګرام کنټرولوي

د امریکا متحده ایالاتو پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا د سه شنبې په ورځ وویل چې په افغانستان کښې د بګرام هوایي اډه د چین تر کنټرول لاندې ده. په واشنګټن کښې د ملي جمهوري غوښتونکو کانګرس کمېټې ډوډۍ ته په وینا کښې ټرمپ وویل چې ډېر ناورینونه په شمول د افغانستان څخه د وتلو […]
په ضلع کرم کښې د بنکرونو نړول دوام لري او لارې لا هم بندې دي

په ضلع کرم کښې د امنیت ټینګښت لپاره سیمه ییزه اداره کار کوي. کوهاټ کښې شوې سولې تړون له مخې حکومت د دواړو خواوو سنګرونه نړوي. سیمه ییزې ادارې په وینا تر اوسه په کرم کښې د دواړو خواوو ۹۸۸ واړه او غټ بنکرونه نړول شوي دي. د معلوماتو له مخې په پورته کرم کښې […]
په لکي مروت کښې پوليسو ۱۵ کلو ګرامه بم شنډ کړو

د خيبر پښتونخوا پوليسو وويل چې د لکي مروت په سيمه کښې يې د ترهګرۍ يو لوی پلان شنډ کړی دی. دوی د چهارشنبې په ورځ يو بم وموند او شنډ يې کړ. پوليسو وويل چې په بم کښې ۱۵ کيلو ګرامه چاودېدونکي مواد وو او د ډډيوالې تاڼې په لنديوا کښې د ټيوب ويل […]
د یو ایس ای ایف ادارې د یوګراډ پروګرام پای ته رسیدو اعلان وکړ

د پاکستان لپاره د امریکې تعلیمي بنسټ (USEFP) د سه شنبې په ورځ د نړیوال لیسانس تبادلې (Global UGRAD) پاکستان پروګرام پای ته رسول اعلان کړو۔ چې ۱۵ کاله یې دوام وکړ۔ دا پروګرام چې د امریکې حکومت لخوا تمویل کیده او په ۲۰۱۰ کال کښې پیل شو. پاکستاني لیسانس زده کونکي ته یې په […]