د خيبر پښتونخوا پوليسو وويل چې د لکي مروت په سيمه کښې يې د ترهګرۍ يو لوی پلان شنډ کړی دی. دوی د چهارشنبې په ورځ يو بم وموند او شنډ يې کړ.
پوليسو وويل چې په بم کښې ۱۵ کيلو ګرامه چاودېدونکي مواد وو او د ډډيوالې تاڼې په لنديوا کښې د ټيوب ويل تر څنګ په يوې کوټې کښې ايښودل شوی و.
د بم شنډولو ټيم بم په برياليتوب سره شنډ کړ. خو تر اوسه پورې مرتکبين نه دي پېژندل شوي.
پوليسو په يو بيان کښې له خلکو وغوښتل چې د شکمنو فعاليتونو په اړه خبر ورکړي. ترڅو د ترهګرۍ پېښې مخکې تر مخکې مخنيوی وشي.
د رسمي شمېرو له مخې د مارچ په مياشت کښې لږ تر لږه ۱۵۸ ترهګر وژل شوي دي. دا ترهګر د صوبې ۱۵ بېلابېلو ضلعو کښې په ۷۳ عملياتو کښې وژل شوي دي. تر ټولو زيات ترهګر په شمالي وزيرستان کښې وژل شوي دي او شميره ئي ۴۰ ده. په عين حال کښې اوه په لکي مروت کښې وژل شوي دي.