به‌روزرسانی دربارهٔ5 hours ago

د امریکا متحده ایالاتو پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا د سه شنبې په ورځ وویل چې په افغانستان کښې د بګرام هوایي اډه د چین تر کنټرول لاندې ده.

په واشنګټن کښې د ملي جمهوري غوښتونکو کانګرس کمېټې ډوډۍ ته په وینا کښې ټرمپ وویل چې ډېر ناورینونه په شمول د افغانستان څخه د وتلو څرنګوالی که هغه ولسمشر وای هیڅکله به نه وای رامنځته شوي.

هغه زیاته کړه چي د افغانستان ناورین به هیڅکله نه وای رامنځته شوی. زموږ د هیواد په تاریخ کښې تر ټولو شرموونکی شیبه وه.

ټرمپ زیاته کړه که څه هم هغه هغه څوک و چې د وتلو پلان یې جوړ کړی و. هغه غوښتل چي بګرام وساتي. کوم چې هغه د نړۍ یو له لویو اډو څخه وباله.

هغه وویل چي ما غوښتل هغه وساتم د افغانستان لپاره نه، ځکه چې دا د هغه ځای څخه یو ساعت لرې. دی چیرې چې چین خپل اټومي وسلې جوړوي.

هغه زیاته کړه چي ایا دا به ښه نه وای چې هغه ولرو؟ پوهیږئ اوس څوک هغه نیسي؟ چین هغه نيسي.

دا لومړی ځل نه دی چې ټرمپ دا دعوی کوي. د مارچ په میاشت کښې ټرمپ ویلي وو چې بګرام د چین تر کنټرول لاندې دی. چې د افغانستان د حکومت له خوا یې سخت غبرګون راوپاروه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو چي بګرام د اسلامي امارت طالبانو رژیم تر کنټرول لاندې دی. د چين د کنټرول لاندي نه دي. دلته چینایي سرتیري شتون نلري او نه هم مونږ له څه داسي هیواد سره  تړون لرو.

د بګرام هوایي اډه د امریکا د ځواکونو د افغانستان د یرغل پر مهال د دوی مرکزي دفتر و. دا اډه د هیواد پلازمینې کابل څخه ۴۴ کیلومټره شمال ته موقعیت لري.

دا هوایي اډه په دې وروستیو کښې د امریکا د دې تاسیساتو د بیرته ترلاسه کولو د اوازو له امله په خبرونو کښې راغلې ده. خو تر اوسه کوم دقیق راپورونه نه دي خپاره شوي.

نور ولولئ