د پنجشنبې په ورځ د صنعت او تولید په چارو کښې د وزیراعظم ځانګړي معاون هارون اختر خان په رسمي توګه د ملي برېښنايي موټرو (NEV) پالیسي ۲۰۲۵-۲۰۳۰ پرده پورته کړه. هغه دا پالیسي د پاکستان په صنعتي، چاپېریالي او انرژۍ په برخه کښې یو مهم او بدلون راوړونکی ګام وباله او د هېواد په پرمختګ کښې یې د پام وړ پرمختګ نښه وبلله.
هارون اختر خان اعلان وکړ چې د ۲۰۲۵-۲۶ مالي کال لپاره به لومړنۍ ۹ بیلین روپۍ مرسته ورکول کیږي. دا مرسته به د ۱۱۶،۰۵۳ برېښنايي بایسکلونو او ۳،۱۷۱ برېښنايي رکشاوو په اخیستلو کښې مرسته وکړي. د یادونې وړ ده چې د دې مرستې ۲۵٪ برخه د ښځو لپاره ځانګړې شوې ده. چې موخه یې هغوی ته خوندي، ارزانه او له چاپېریال سره دوستانه د تګ راتګ اسانتیاوې برابرول دي.
هغه د موټرو پر لویو لارو د ۴۰ نوي برېښنايي چارجینګ سټیشنونو نصبولو پلانونه هم په ډاګه کړل. چې د هر سټیشن ترمنځ به ۱۰۵ کیلومټره وطن وهي. د دې نوښت د ملاتړ لپاره یو بشپړ ډیجیټل پلیټ فارم معرفي شوی ترڅو د مرستو د غوښتن لیکونو، تایید او ویش شفاف آنلاین سیستم یقیني شي.
د صنعت او تولید په چارو کښې د وزیراعظم ځانګړي معاون ټینګار وکړ چې د ترانسپورټ سیکټر د کاربن اخراج یو مهم عامل دی او په دې برخه کښې اصلاحات اړین دي. هغه څرګنده کړه چې د برېښنايي موټرو نوې پالیسي د پاک، دوامدار او ارزانه ټرانسپورټ هڅولو، د سیمه ییز صنعت ملاتړ او د چاپېریال ساتنې په اړه د وزیراعظم له لید سره سمون خوري.
د دې پالیسۍ یوه اصلي موخه دا ده چې تر ۲۰۳۰ کال پورې په پاکستان کښې د ټولو نوي پلورل شویو موټرو ۳۰٪ برېښنايي وسایط وي. تمه کیږي چې دا بدلون به هر کال نږدې ۲.۰۷ بیلین لیټره تیل خوندي کړي. چې په پایله کښې به یې نږدې ۱ بیلین ډالر د بهرنیو اسعارو سپما وشي. دا پالیسي موخه لري چې هر کال ۴.۵ میلیونه ټنه کاربن اخراج کم کړي او روغتیایي لګښتونه ۴۰۵ میلیونه ډالره راکم کړي.