فچ ریټینګز (Fitch Ratings) پاکستان ته ورکړې درجه بندي له CCC+ څخه B- ته لوړه کړې او د راتلونکي لپاره یې ثابت لید ساتلی دی.
د دې لوړېدو علت دا دی چې فچ ریټینګز باور لري چې پاکستان په خپلو بودیجوي کسرونو په کمولو او جوړښتي اصلاحاتو په راوستلو کښې ښه پرمختګ کړی دی. دا کار د (IMF) پروګرام لاندې د پاکستان فعالیت ښه کوي او د پیسو دوامداره شتون تضمینوي.
فچ ریټینګز تمه لري چې سخت اقتصادي پالیسۍ به د پاکستان د نړیوالو زیرمو په ښه کولو او د بهرنیو پیسو اړتیاو په پوره کولو کښې مرسته وکړي. دوی دا هم مني چې د دې کار په پلي کولو کښې ستونزې شته او د پیسو اړتیاوې ډېرې دي. که څه هم دوی د نړیوالې سوداګرۍ فشارونو او د بازار بې ثباتۍ څخه د بهرني فشار احتمال مني، دوی دا هم وايي چې د تېلو ټیټې بیې او د پاکستان په صادراتو او بازار تمویل باندې لږ تکیه دا خطرونه کموي.
د درجه بندۍ ادارې د نړیوال وجهي صندوق پروګرام کښې د پاکستان قوي فعالیت په ګوته کړی. په ځانګړي توګه د زیرمو په زیاتولو او ابتدايي اضافي پیسو په راټولولو کښې هم فعالیت وکړی. که څه هم د مالیاتو عاید د ټاکل شوي هدف څخه کم و.
فچ ریټینګز وړاندوینه کوي چې د حکومت بودیجه کسر به په مالي کال ۲۰۲۵ کښې د جي ډي پي ۶ سلنې ته او په منځنۍ موده کښې شاوخوا ۵ سلنې ته راټیټ شي. په داسې حال کښې چې په مالي کال ۲۰۲۴ کښې نږدې ۷ سلنه و. دا وړاندوینه د جي ډي پی له ۲ سلنې څخه ډیر ابتدايي اضافي پیسو زیاتوالی په مالي کال ۲۰۲۵ کښې په پام کښې نیسي.چې د مالیاتو عاید کښې کمښت د لږ لګښت او پراخو ولایتي اضافي پیسو سره جبران کوي.
فچ ریټینګز وړاندوینه کوي چې د سخت مالي پالیسۍ د نومي ودې او د کورني پورونو د بیې د کمښت له امله به د پاکستان د حکومت د پورونو څخه د جي ډي پی نسبت په منځنۍ موده کښې ورو ورو کم شي. فچ ریټینګز وړاندوینه کړې چې د مصرف کوونکو نرخ شاخص (سي پی آئي) انفلیشن به په مالي کال ۲۰۲۵ کښې په کال کښې په اوسط ډول ۵ سلنه وي. چې په مالي ۲۰۲۳-۲۰۲۴ کښې له ۲۰ سلنې څخه ډیر و او بیا به په مالي کال ۲۰۲۶ کښې ۸ سلنې ته لوړ شي. د جی ډی پیوده په مالي کال ۲۰۲۵ کښې ۳ سلنې ته رسېدو ته اټکل شوې ده.