| به‌روزرسانی دربارهٔ |23:28

د آئي اېس پي آر مشر لېفټننټ جنرال احمد شريف چوهدري وايي، د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د کارولو اجازه هېڅکله نه شته، او هند ته خبرداری ورکوي چې که کومه ماجراجويي وکړي، ځواب به دا ځل تر پخوا ډېر سخت وي.

د امن او پولو د ساتنې ژمنه

جنرال چوهدري د هېواد د دفاع او امنيت ژمنه تکرار کړه او ويې ويل، پوځ د خپلو خلکو او پولو د ساتنې لپاره هر وخت تيار دی. نوموړي ټينګار وکړ چې پوځ نه غواړي په سياست کې ورګډ شي، خو جنايي ډلې او ترهګر د هېواد د ثبات پر وړاندې ستر خنډونه دي.

د ترهګرۍ پر ضد عمليات

د آئي اېس پي آر مشر وويل، د “فتنه الخوارج” په نوم د ترهګرو پر ضد عملياتو کې تر اوسه ۱۶۶۷ ترهګر له منځه وړل شوي، او سږ کال ټولټال ۶۲ زره ۱۱۳ عمليات ترسره شوي دي، چې زياتره يې په بلوچستان کې شوي. په دغو عملياتو کې ۵۸۲ پوځيان هم شهيدان شوي دي.

د افغانستان دريځ او د پاکستان غوښتنه

احمد شريف چوهدري وويل، د افغانستان شرطونه هېڅ ارزښت نه لري. د پاکستان يوازينۍ غوښتنه دا ده چې افغان خاوره د ترهګرۍ لپاره ونه کارول شي. نوموړي زياته کړه، په وروستيو نښتو کې ۲۰۶ افغان طالبان او ۱۱۲ د “فتنه الخوارج” غړي وژل شوي، چې شاوخوا شپېته سلنه يې افغان تابعيت لري.

د ټي ټي پي او افغان طالبانو اړيکې

ده څرګنده کړه چې “تحريک طالبان پاکستان” د افغان طالبانو د امير بيعت کړی او په حقيقت کې د دوی يوه څانګه ده. نوموړي وويل، افغان طالبان د دغو ترهګرو د پټ ساتنې لپاره هغوی ګڼ مېشتو سيمو ته انتقالوي، چې دا يو اندېښمنوونکی حالت دی.

د نشه‌يي توکو قاچاق او جرړې

احمد شريف چوهدري وويل، د افغانستان د نشه‌يي توکو قاچاق‌بران اوس د سياست برخه ګرځېدلي، او له هغه هېواد څخه په ډېره کچه نشه‌يي مواد پاکستان ته قاچاقېږي. ده وويل، د تيـراه په سيمه کې د پوځ د عملياتو له امله د پوستو فصل تباه شوی، او د اې اېن اېف او اېف سي ځواکونو په مرسته کروندې ختمې شوې دي.

ده زياته کړه، په خيبر پښتونخوا کې نږدې ۱۲ زره ايکړه ځمکه د پوستو کروندې ته ځانګړې شوې وه، او ځينې سيمه‌ييز سياستوال هم پکې ښکېل دي. د هر ايکړ ګټه له ۱۸ لکو تر ۳۲ لکو روپيو پورې ده. نوموړي وويل، افغان طالبان دغو ترهګرو ته ځکه پناه ورکوي چې پوست افغانستان ته انتقالېږي او له هغې “ايس” او نور نشه‌يي مواد جوړېږي.

هند ته څرګند خبرداری

ده وويل، استخباراتي معلومات ښيي چې هند يو بل جعلي بريد (فالس فليګ آپريشن) ته تياری نيسي. ده خبرداری ورکړ: “هند که په وچه، سمندر يا فضا کې هر څه کول غواړي، دې ته دې پوه شي چې دا ځل به ځواب تر پخوا څو چنده سخت وي.”

د تعليم او مدرسو حالت

د آئي اېس پي آر مشر وويل، په ۲۰۱۴ کال کې د مدرسو شمېر ۴۸ زره و، خو اوس له يو لک زيات شوی دی. ده وويل، هڅې روانې دي څو له افغانستان سره حالات هوار شي، او د پاکستان غبرګون به هر ځل چټک او قوي وي.

نور ولولئ