د اګست په ۵مه ځینو خبري رسنیو او سوشل میډیا پوسټونو رپوټ ورکړو چې د آئي اېس پي ار مشر ډائریکټر جنرال احمد شریف چوهدري د اکانومسټ سره په مرکه کښې ویلي چې فیلډ مارشل منیر ولسمشر کېدو ته هېڅ اراده نه لري او د هند خلاف راتلونکی پوځي اقدام د مشرق څخه پیل کېدای شي.
ځینې ویډیوګانې په سوشل میډیا خپرې شوې وې. چې د دې مرکې برخه بلل کېدې.
د اکنامسټ اخبار د پاکستاني پوځ مشر له ډونلډ ټرمپ سره نږدې والی پیدا کوي. تر سرلیک لاندې مقاله کښې څو ټویټر اکاونټونو یوه ویډیو شریکه کړې چې ادعا کوي دی جي آئي اېس پي آر له اکنامسټ سره خاص انټرويو کړې ده.
هغه ویډیو چې خپره شوې ده. د اکانومسټ سره د څه انټرويو څخه نه ده. دا په اصل کښې د ۲۰۲۵ کال د مې میاشتې د سکای نیوز یو کلیپ دي.
په یډیو کښې ښودل شوي چې د پاکستان د وسله والو ځواکونو ویاند ویلي، که هند له پاکستان سره اوربند مات کړي. نو دوی به یې چټک او باوري ځواب ورکړي.
جنرل احمد شریف چوهدري سکای نیوز ته وویل چې هرڅوک چې زمونږ خاوره، بشپړتیا او حاکمیت تر پښو لاندې کولو هڅه وکړي. نو زمونږ ځواب به سخت وي. دا فوټیج غلط تعبیر شوی او له شرایطو بهر اخیستل شوی ترڅو د اکانومیسټ ارټيکل له وروستۍ مقالې سره اړیکه وښیې.
جنرل عاصم منیر د صدارت په اړه د اوازو ردول چې په مکمله توګه بې اساسه دي او دا خبرداری چې دا ځل به مونږ له مشرق څخه پیل وکړو . پاکستان به د هند په دننه کښې ژور برید وکړي. داسې هیڅ شواهد نشته چې دا نقل قولونه دې په ثبت شوي یا ټلویزیوني مرکه کښې شوي وي لکه څنګه چې د ټولنیزو رسنیو په څو پوسټونو او حتی ټلویزیوني چینلونو کښې ادعا شوې ده.
غلط معلومات:
دا ویډیو د سکای نیوز (د ۲۰۲۵ کال د مې میاشتې) ده او په غلطه توګه د اکانومسټ ارټيکل له د پاکستان د پوځ مشر له ډونلډ ټرمپ سره نږدې والی پیدا کوي، تر سرلیک لاندې ارټيکل سره تړل شوې ده.
که څه هم په مقاله کښې د ډي جي آئي اېس پي آر له قوله خبرې دی خو د یوې تازه خاص انټرويو هیڅ شواهد نشته او خپره شوې ویډیو له دې ارټيکل سره هیڅ تړاو نه لري.