په پهلګام کښې چي کوم ۲۶ سیلانیان مړه شول. ظاهراً داسې ښکاري چې یوه ماشومه د خپل مور او پلار له لاسه ورکولو وروسته ژاړي او همدارنګه یوه دښته چې جسدونه پکې هرې خواته پراته دي.
حقیقت دا دی چې د هغه ماشوم د ژړا ویډیو نوې نه ده. لږ تر لږه یو کارونکي اکاش اشوک ګپتا (په ایکس/@peepoye_) حتی لیکلي دي چې دا ویډیو یو تمثیلي انځور دی.
دا انځور په حقیقت کښې د ۲۰۲۰ کال دی. کله چې یو کشمیری سړی بشیر احمد خان د خپل لمسي په مخ کښې ووژل شو. د کشمیری جنګیالیو او هندي ځواکونو ترمنځ د ډزو په تبادله کښې وژل شوي وو. دا پیښه په پراخه کچه نړیوالو رسنیو هم خپره کړې وه.

د هغو انځورونو ښودنه چې په چمن کښې پراته مړي ښيي. د میټا د مصنوعي ځواک له لارې جوړ شوي دي. لکه څنګه چې د انځور په ښکته ښي کونج کښې نښه ښودل شوې ده. یوه نښه اضافه شوې ده ترڅو د میټا AI نښه وښيي.
