پاکستان او افغانستان چمتو دي چې یوه اوږده انتظار شوې سوداګرۍ هوکړه (PTA) لاسلیک کړي. چې تمه کیږي د ۲۰۲۵ کال د اګست په لومړۍ نېټه به عملي شي.
د بزنس ریکارډر له مخې دا تړون به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ځانګړو میوو او وچو میوو په وارداتو او صادراتو بې تعرفې (له محصول پرته) اسانتیاوې برابرې کړي. د دې تړون د بشپړولو لپاره خبرې اترې اوس مهال په اسلام آباد کښې روانې دي.
پخوا د دې تړون هڅې د پخوانیو ولسمشرانو حامد کرزي او اشرف غني د واکمنیو پر مهال د هندي سلاکارانو د نفوذ له امله درېدلې وې.
د افغانستان پخواني حکومت یوه مهمه غوښتنه دا وه چې هندي مالونه د پاکستان له لارې افغانستان ته ولېږدول شي. خو اسلام آباد دا غوښتنه په پرله پسې ډول رد کړې وه.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال احمدالله زاهد او د هغه تکنیکي کارپوهانو ټیم پاکستان ته راغلی ترڅو د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له چارواکو سره د دې PTA په اړه خبرې وکړي. د وړاندیز شوي PTA مسوده د لومړني حاصلاتو پروګرام (EHP) په ګوته کوي ترڅو سوداګرۍ او اقتصادي همکارۍ ته وده ورکړي. په کلیدي احکامو کښې په غوره شويو کرنیزو توکو ترجیحي تعرفوي امتیازات شامل دي.
افغانستان به ټماټر (رومیان)، انګور، مڼې او انار صادر کړي. په داسې حال کښې چې پاکستان به کچالو، کینو (مالټې)، کیلې، او آمونه صادر کړي. دا تړون د EHP له بریالیتوب او دوه اړخیز رضایت وروسته د یوې جامع PTA لپاره د خبرو اترو وړاندیز هم کوي.
د منشأ قواعد، د تصدیق طرزالعملونه، د پلي کولو نیټې، موده، متقابل عمل او د PTA پلي کولو کمیټې رامینځته کول هم په مسوده کښې په تفصیل سره شامل دي.
سرچینې وایي چې د تړون مسوده د پاکستان دولتي بانک (SIFC) په کچه تصویب شوې او د لومړي وزیر په دفتر کښې په یوه لوړه کچه غونډه کښې کتنه شوې ده. دا تړون د حکومتونو ترمنځ ترتیب دی او په خبرو اترو کښې د خصوصي سیکټر هیڅ ډول ښکیلتیا نشته.