نن ورځ د مرکزي حکومت لخوا د ۲۰۲۵-۲۶ مالي کال لپاره ۱۷.۶ ټریلین روپۍ فدرالي بجټ ملي اسمبلۍ ته وړاندې کیږي. دا د تیر کال له ۱۸.۷۸ ټریلین روپیو بجټ څخه لږ کمښت په ګوته کوي. دا بجټ به د مالیې وزیر محمد اورنګزیب لخوا وړاندې شي. چې د فدرالي عوایدو بورډ (FBR) لپاره د ۱۴.۰۲ ټریلین روپیو مالیاتو راټولولو هدف پکې شامل دی. چې دا د روان مالي کال لپاره د ۱۲.۳۳ ټریلین روپیو له بیا کتنې شوي اټکلونو څخه د پام وړ زیاتوالی دی. د جون تر ۳۰ مې نیټې پورې د دې بیا کتنې شوي هدف پوره کول یو لوی ننګونه پاتې ده.
د وړاندیز شوې بجټ مهمې ځانګړتیاوې په لاندې ډول دي.
د عامه سیکټر کارمندانو لپاره له ۷.۵٪ څخه تر ۱۰٪ پورې معاشونو زیاتوالی او د لومړۍ درجې څخه تر شپاړسمې درجې پورې کارمندانو لپاره تر ۳۰٪ پورې د نابرابرۍ الاونس. د دفاعي بجټ لپاره ۲.۵۵ ټریلین روپۍ ځانګړې شوې دي. د سود تادیات ۸.۲ ټریلین روپۍ ټاکل شوي دي. چې دا د تیر کال له ۹.۷ ټریلین روپیو څخه کمښت دی. نورې مهمې تخصیصات په لاندې ډول دي.
د تقاعد لپاره ۱.۰۵ ټریلین روپۍ، د سبسایډیو لپاره ۱.۱۸۶ ټریلین روپۍ، د مرستو لپاره ۱.۹ ټریلین روپۍ او د عامه سیکټر پراختیایي پروګرام (PSDP) لپاره ۱ ټریلین روپۍ منظوری شوي ده.
حکومت د ۶ تر ۷ ټریلین روپیو پورې د بجټ کسر تمه کوي ترڅو په مطلوب حد کښې پاتې شي. د ولایتي حکومتونو څخه تمه کیږي چې د عوایدو اضافي پیسې تولید کړي ترڅو د ټولیزې بجټ کسر په کمولو کښې مرسته وکړي. چې دا د (IMF) روان پروګرام یو مهم شرط دی. بجټ د ۱۹.۲۹۸ ټریلین روپیو ټولیز ناخالص عواید اټکلوي. چې ولایتونو ته د NFC جایزې لاندې ۸.۲ ټریلین روپۍ لیږدول کیږي. د بجټ له وړاندې کولو وروسته ملي اسمبلۍ به د بجټ او اړوندو قوانینو د بحث او تصویب لپاره د غونډو لړۍ پیل کړي.
