به‌روزرسانی دربارهٔ11 hours ago

د افغانستان د لنډمهاله حکومت بهرنیو چارو وزیر په کابل کښې د پاکستان له ځانګړي استازي سره وکتل او د هغه پلاوي ملتیا یې وکړه.


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کښې ویلي دي چې دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو، سیاسي او اقتصادي اړیکو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانزیت د ښه کولو په اړه خبرې وکړې.


خبرپاڼه زیاتوي چې امیر خان متقي ټینګار وکړ چې د ترانزیت او سوداګرۍ په برخه کښې خنډونه د هیچا په ګټه نه دي. بهرنیو چارو وزیر متقي همدارنګه افغانستان ته د افغان کډوالو په تدریجي او باعزته راستنیدو ټینګار وکړ.


د خبرپاڼې له مخې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان ټینګار وکړ چې په افغانستان کښې امنیت د پاکستان او ټولې سیمې لپاره مهم دی او ژمنه یې وکړه چې پاکستان به افغانانو ته د ویزو او سوداګرۍ په برخه کښې د اسانتیاوو د برابرولو لپاره نور ګامونه هم واخلي. هغه وویل چې دوی به له افغانستان سره د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کښې د ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه واخلي.


په خبرپاڼه کښې ویل شوي چې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو د حل لپاره د دا ډول لیدنو کتنو پر دوام هوکړه وکړه.

نور ولولئ