دسعودي عربستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عادل الجبیر اسلام آباد ته راورسېد. هغه به د هند سره د تاوتریخوالي پر مهال لوړپوړو غونډو کښې ګډون وکړي.
جبیر به د مرستیال لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او نورو چارواکو سره خبرې وکړي.
سعودي وزیر په دې وروستیو کښې هند ته هم تللی و. د هغه سفر ښايي د هند او پاکستان تر منځ د تاوتریخوالي پای ته رسولو لپاره د منځګړیتوب یوه هڅه وي.
په تیرو څو اونیو کښې د پاهلګام برید وروسته د پاکستان او هند تر منځ تاوتریخوالی زیات شوی دی. هند د دې برید تور پر پاکستان لګوي خو پاکستان دا تور ردوي.
هند د می په ۶ مه د پاکستان پر څو ښارونو توغندي وتوغول. چې په پایله کښې یې پاکستان پنځه هندي جیټ الوتکې وویشتلې. خو هند پر پاکستان څو هاروپ ډرون الوتکې هم وتوغولې. چې پاکستان تر اوسه لږ تر لږه ۷۷ ډرون ویشتلي دي.