په ضلع کرم کښې د امنیت ټینګښت لپاره سیمه ییزه اداره کار کوي. کوهاټ کښې شوې سولې تړون له مخې حکومت د دواړو خواوو سنګرونه نړوي.
سیمه ییزې ادارې په وینا تر اوسه په کرم کښې د دواړو خواوو ۹۸۸ واړه او غټ بنکرونه نړول شوي دي.
د معلوماتو له مخې په پورته کرم کښې ۶۳۵ او په لاندې کرم کښې ۳۵۳ سنګرونه نړول شوي دي.
د سولې د تړون سره سره لارې لا هم بندې دي.
د لارو بندېدو پر ضد سیمه ییزو خلکو د پاړاچنار پریس کلب مخې ته احتجاجي ناسته کړې ده.
کرم ته تلونکې لارې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې بندې دي. د لارو بندېدو له امله سیمه ییزو خلکو ته د خوراکي توکو او درملنې په برخه کښې ستونزې دي. د سیمه ییزو خلکو لپاره د ورځني ژوند عادي حالت ته راګرځول لا هم یوه لویه ننګونه ده.
د سیمې زده کوونکي او بهر مېشتي پاکستانیان د لارو بندېدو له امله له ستونزو سره مخ دي.
خو د اضافي مرستیال کمیشنر امیر نواز په وینا حکومت به په سیمه کښې د امنیت ټینګښت لپاره نور بنکرونه هم ونړوي او په سیمه کښې به امنیت ټینګ کړي.
په کرم ضلع کښې له تېرو څو میاشتو راهیسې د شیعه او سني قبایلو تر منځ نښتې روانې دي. چې تر اوسه لسګونه کسان پکي وژل شوي دي. په دې پېښو کښې سیمه ییز خلک او امنیتي ځواکونه وژل شوي او ټپیان شوي دي. حکومت د سولې تړون د پلي کېدو لپاره د شرپسندو پر ضد په سیمه کښې پوځي عملیات پیل کړي دي.