به‌روزرسانی دربارهٔ12 hours ago

د پاکستان لپاره د امریکې تعلیمي بنسټ (USEFP) د سه شنبې په ورځ د نړیوال لیسانس تبادلې (Global UGRAD) پاکستان پروګرام پای ته رسول اعلان کړو۔ چې ۱۵ کاله یې دوام وکړ۔

دا پروګرام چې د امریکې حکومت لخوا تمویل کیده او په ۲۰۱۰ کال کښې پیل شو. پاکستاني لیسانس زده کونکي ته یې په امریکایي پوهنتونونو او کالجونو کښې د یو سمسټر لپاره د غیر درجې زده کړې وړاندې کولې۔

 یو ایس اې ایف پي په یو بیان کښې وویلي دي چي مونږ پوهیږو چې دا خبر ممکن مایوسه کوونکی وي. په ځانګړې توګه د هغو کسانو لپاره چې سږکال یې غوښتنه کړې وه او دې فرصت ته یې سترګې په لار وې.

 د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د پرېکړې له امله دا یو ایس اي ایف پروګرام بند کړ۔ په داسې حال کښې چې USEFP خواشیني څرګنده کړه. د پروګرام مثبت اغېز یې روښانه کړ چې زرګونو زده کونکو ته یې د ژوند بدلونکي تجربې ورکړې او علمي وده، کلتوري تبادله او د مشرتابه وده یې هڅولې ده۔

دا پرېکړه د ټرمپ ادارې لخوا د بهرنۍ پراختیا او مرستې پروګرامونو کښې د پام وړ بجټ کمښت وروسته راځي. چې په څو کالونو قراردادونو کښې ۹۲ سلنه (۵۴ بیلین ډالر) کمښت او د امریکې په ټولو بهرنیو مرستو کښې د ۹۰ ورځو لومړنی ځنډ شامل و۔

دا اقدامات د یوې پراخې بیاکتنې برخه وه چې مقصد یې د بهرنیو لګښتونو د ادارې د امریکا لومړی پالیسۍ سره سمون کول و۔ USEFP زده کونکو وهڅول چې نور تبادلې او سکالرشپ فرصتونه وپلټي۔

نور ولولئ