د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر د پاکستان د معدنیاتو د سرمايه ګزاري په فورم ۲۰۲۵ کښې بهرنیو سرمايه ګزارو ته غږ وکړ چې په پاکستان باور وکړي.
په فورم کښې د خبرو پر مهال جنرال منیر په نړیواله کچه د منرالونو په اقتصاد کښې د پاکستان د مشر کیدو په وړتیا باندې پوره باور څرګند کړ. هغه نړیوالو سازمانونو ته ښه راغلاست ووایه او له هغوی یې وغوښتل چې د پانګوونې فرصتونو په موندلو او د پاکستان د پراخو منرالي سرچینو په پراختیا کښې همکاري وکړي.
جنرال منیر زیاته کړه چې د سرمايه کارو د ګټو د ساتنې لپاره به پیاوړی امنیتي چوکاټ جوړ شي.
د پوځ مشر د ماهر مسلکي کسانو ، انجنیرانو، جیولوجسټانو، آپریټرانو او کان کیندونکو ته د پاکستان د معدنیاتو شتمنیو د اغیزمن استخراج لپاره اړتیا په ګوته کړه. هغه اعلان وکړ چې هیواد د راتلونکي نسل کان کیندنې مسلکي کسانو په روزنه کښې په فعاله توګه پانګونه کوي. له بلوچستان څخه ۲۷ زده کونکي زامبیا او ارجنټاین ته د منرالونو په سپړنه کښې د ځانګړي روزنې لپاره لیږي. هغه وویل چي دا نوښت د کان کیندنې سیکټر لپاره د قوي کاري ځواک جوړولو لپاره د پراخو هڅو برخه ده.
هغه د ملي امنیت د یوې لازمي برخې په توګه د اقتصادي امنیت مخ په زیاتیدونکي اهمیت باندې ټینګار وکړ. هغه پانګوالو ته ډاډ ورکړ چې د پاکستان پوځ به د خپلو شریکانو او پانګوالو د ګټو او باور د ساتنې لپاره یو پیاوړی امنیتي چوکاټ او فعال اقدامات وړاندې کړي.
د پوځ مشر په پاکستان کښې د منرالونو د دواړو پورتنیو او ښکته صنعتونو په پراختیا ټینګار وکړ. هغه د لګښتونو د غوره کولو او بازارونو د متنوع کولو لپاره د تصفیې او ارزښت اضافه کولو کښې د پانګوونې زیاتولو غوښتنه وکړه.
د پوځ مشر ټینګار وکړ چې پاکستان د منرالونو پراخې زیرمي ماهر کاري ځواک او د منرالونو روښانه پالیسي لري او په دې توګه د غفلت او بې عملۍ لپاره هیڅ ځای نشته. هغه له ټولو اړخونو وغوښتل چې د هیواد د منرالونو د سيکټر په پراختیا کښې فعاله برخه واخلي.
د پوځ مشر د بلوچستان د قبایلي مشرانو د هڅو له امله د مننې څرګندونه وکړه چې د کان کیندنې فعالیتونو ته وده ورکوي او د بلوچستان په پراختیا کښې مرسته کوي. هغه ټینګار وکړ چې ګډې هڅې به د هیواد د منرالونو د سيکټر د بشپړ ظرفیت په خلاصولو کښې مهمې وي. د سیمې وده، سوکالي او د ټول هیواد د ګډې ګټې لپاره پایښت ته وده ورکوي.