به‌روزرسانی دربارهٔ1 hours ago

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د دوشنبې په ورځ په ټیلیفون خبرې وکړې. دوی د دواړو هېوادونو اړیکو، سیمه ییز امنیت او اقتصادي همکارۍ په اړه خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کښې ویلي دي چي ډار له امریکا سره د خپلو اړیکو د پیاوړتیا لپاره د پاکستان ژمنه تکرار کړه.

د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړه چي روبیو هم په پاکستان کښې د سرمايه ګزاري، په ځانګړې توګه په معدنیاتو کښې لیوالتیا وښوده. اعلامیه زیاتوي چې ډار د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان هڅې روښانه کړې.  روبیو یې ده هچي وستایلې. هغه د ترهګرۍ سره د مبارزې د همکارۍ د زیاتولو هیله هم څرګنده کړه.

د بهرنیو چارو وزارت وویل چي دواړو مشرانو په افغانستان کښې د وضعیت په اړه هم خبرې وکړې. وزیر روبیو په افغانستان کښې د امریکایی پوځي وسایلو د پاتې کیدو د ستونزې د حل پر اړتیا موافقه وکړه.

په داسې حال کښې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې اعلامیه کښې د ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه همکارۍ ته اشاره شوې. خو په افغانستان کښې د وسلو په اړه یې هیڅ یادونه نه ده کړې. خو یاد وزارت دا هم ویلي دي چې وزیر او د وزیراعظم مرستیال  وزیر ډار د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کښې د دوامداره همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا هم ویلي دي چې روبیو د غیرقانوني مهاجرت د مخنیوي په برخه کښې د پاکستان د همکارۍ په اړه خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړه چي دوی پر پاکستان د امریکا د متقابلو تعرفو او د عادلانه او متوازنې سوداګریزې اړیکې د پرمختګ په لارو چارو خبرې وکړې.

دواړو مشرانو مخکې هم هغه وخت خبرې کړې وې چې پاکستان شریف الله، د داعش-خراسان یو ترهګر، امریکا ته وسپاره. شریف الله د ۲۰۲۱ کال د کابل هوایی ډګر په بمي برید کښې ښکیل و.

نور ولولئ