نن د هند کاردار د بهرنیو چارو وزارت ته راوغوښتل شو ترڅو د پاکستان په مختلفو سیمو او آزاد جمو کشمیر کښې د هند د بې دلیله بریدونو په اړه د پاکستان سخت احتجاج ترلاسه کړي. دا خبر د بهرنیو چارو وزارت په رسمي اعلامیه کښې ورکړل شوی دی.
اعلامیه زیاتوي چي په دغو بریدونو کښې د ښځو او ماشومانو په ګډون څو ملکي وګړي مړه او ژوبل شوي دي.
په اعلامیه کښې ویل شوي دي چي دا خبره ورته ورسول شوه چې د هند دا ښکاره تېری د پاکستان د خپلواکۍ ښکاره سرغړونه ده. دا ډول کړنې د ملګرو ملتونو د منشور، نړیوالو قوانینو او د دوو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د ټاکل شوو اصولو خلاف دي. پاکستان د خپل دښمنانه چلند لپاره د هند بې بنسټه توجیهات په کلکه رد کړل.
د بهرنیو چارو وزارت دا هم وویل چې هندي لوري ته خبرداری ورکړل شو چې دا ډول بې احتیاطه چلند د سیمې سولې او ثبات ته جدي خطر پېښوي.