د پاکستان سټاک ایکسچینج په خرڅولو پیل وکړو او د ۱۰۰ انډیکس په څو ساعتونو کښې له ۶۰۰۰ څخه ډیر شميري له لاسه ورکړل.
غرمې پورې بازار ۶۲۴۹.۱۰ شمير له لاسه ورکړل او ۱۱۲۵۴۲.۵۶ شميره ته راښکته شو. له لاسه ورکړل شوي شميره د بازار د حجم ۵.۲٪ ته رسیږي.
د دې لوی کمښت له امله سوداګري د یو ساعت لپاره له ۱۱:۵۸ بجو څخه تر ۱۲:۵۸ بجو پورې وځنډول شوه.
د عارف حبیب لمیټډ په وینا دا په یوه ورځ کښې د PSX ترټولو لوی کمښت دی.
په PSX کښې دا کمښت وروسته له هغه راغی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټوله نړۍ کښې د متقابلو تعرفو اعلان وکړ چي په شمول له پاکستان څخه په وارد شويو توکو باندې د ۲۹٪ تعرفې ولګولي.
که څه هم د نړۍ په ګوټ ګوټ کښې د سټاک بازارونو لوی زیانونه لیدلي دي چي په هغه کښي په شمول په ايشیا کښې د ټرمپ اداره په خپله پریکړه ټینګه ولاړه ده چې تعرفې تر هغه وخته پورې پلي کړي . چې د امریکا سوداګریز کسر له منځه لاړ شي. ټرمپ دا هم ویلي چې دا تعرفې به په امریکا کښې د اړینو صنعتونو په ځای پرځای کولو کښې مرسته وکړي.
یوازې درې ورځې مخکې PSX خپل ټول وخت ریکارډ ۱۱۹۰۰۰ شميره ته رسیدلی وو.