به‌روزرسانی دربارهٔ5 hours ago

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د هند په وړاندې د بریا په اړه وسله والو ځواکونو ته ډېرې ستاینې وکړې. او ویې ویل چې د ملت قد او قامت لوړ شو او هند ته یې د هغوی د زیاتوالي په ځواب کښې مناسب ځواب ورکړ.

ملي اسمبلۍ ته په خپله وینا کښې شهباز وویل چې شاوخوا ۸۰ هندي جنګي الوتکو په پاکستان باندې په برید کښې برخه اخیستې وه. خو پاکستان ته د ننوتلو اجازه ورنکړل شوه. هغه زیاته کړه چې لږ تر لږه پنځه هندي جنګي الوتکې د پاکستان په برید کولو سره سمدستي نسکورې شوې.

وزیراعظم شهباز وویل چې څو ورځې وړاندې هندي الوتکې په جنګي ډول الوتنې وکړې. خو د پاکستان هوایي ځواکونو د دوی اړیکې جام کړې او دوی یې بیرته ستنیدو ته اړ کړل.

خپلو نورو سیاسي مشرانو ته په خطاب کښې هغه وویل چې ټول ګوندونه باید نړۍ ته وښیې چې ټول هیواد د خپلې خپلواکۍ د ساتنې لپاره متحد دی.

شهباز زیاته کړه چې د جعفر ایکسپریس په برید باندې د غندنې پر ځای هند په دې پیښه ملنډې وهلې، چې تاریخ به یې وغندي.

وزیراعظم زیاته کړه چې هغه د پاهلګام برید په اړه د شفافې پلټنې لپاره د یوې نړیوالې کمیسیون د جوړولو وړاندیز کړی و. هغه خواشیني څرګنده کړه چې هند نه یوازې د وړاندیز ځواب نه دی ورکړی بلکې د هغه بهرني هیواد ډیپلومیټ ته یې هم ډیمارش ورکړی چې دا وړاندیز یې کړی و.

هغه دا هم وویل چې ملي اسمبلي به د یو پریکړه لیک سره د هیواد ځواکونو ته درناوی وکړي.

نور ولولئ