د خيبر پښتونخوا په ډي آئي خان ضلع او د بلوچستان په سرحدي سيمو کښې تقريباً ۲۵ ايکړه د کوکنارو کرل موندل شوی دی. چې د نشه يي توکو سمګلنګ او ترهګرۍ ترمنځ د تړاو په اړه جدي اندېښنې راپاروي.
دغه کرل چې په عمده توګه په پښتوري او کوچمینه کښې موقعیت لري. دهغه اټکل کېږي چې ۵۰۰ کيلوګرامه اپين يې حاصل ورکړی. چې ارزښت يې تقریبا ۱.۶ ملين روپۍ دی.
په داسې حال کښې چې د خيبر پښتونخوا حکومت د دغه ډول فعاليتونو په اړه رسمي راپورونه نه مني او د نشه يي توکو ضد ځواک هم ناخبري ښيي. باوري سرچينې وايي چې لږ تر لږه څلوېښت وسله وال چې په هغوی کښې مشهور ترهګر طارق کلاچي او حبيب الرحمن هم شامل دي. په دې سيمه کښې يې پټنځايونه جوړ کړي دي.
ويل کيږي چې افغان مزدورانو د فيض الله اخواني ګروپ په سرپرستۍ دغه کروندې کارولې دي. د اندېښنې وړ خبره دا ده چې د دې کروندو اپين په انلاين خرڅيګي. چې په مستقيمه توګه د ترهګريزو فعاليتونو مالي تمويل کوي.
د کوکنارو د کرل دا بيا راژوندي کېدل په داسې حال کښې رامنځته کيږي چې په افغانستان کښې د اپينو په توليد کښې مخکې کمښت راغلی و. د UNODC لخوا تر ۲۰۲۳ پورې د دې کمښت تایید د پاکستان سرحدي سیمو ته د نشه يي توکو د تولید د نوي مرکز په توګه د بدلون څرګندونه کوي.
امنيتي سرچينې د حکومت پر عاجله مداخلې ټينګار کوي. ترڅو دا غير قانوني عمليات له منځه يوسي او د ترهګرو نيټ ورک مالي تمويل بند کړي. سرچينو همدارنګه د نشه يي توکو ضد ځواک ملکي ادارې او قانون پلي کونکو ادارو د ګډو هڅو غوښتنه کړې ده ترڅو د دې مخ پر ودې بحران سره مقابله وشي او د دې جنايي نيټ ورک د لا پياوړتيا مخه ونيول شي.