نن د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوه پټه غونډه وکړه چې د هند او پاکستان ترمنځ د مخ په خرابېدونکي امنیتي وضعیت په اړه خبرې وکړي. په ځانګړې توګه د مخ په زیاتېدونکو تاو تریخوالي او د هند تر ولکې لاندې کشمیر (IIOJK) وضعیت ته یې پام واړوه.
دا غونډه د پاکستان په غوښتنه جوړه شوې وه. وروسته له هغې چې هند په دې وروستیو کښې یو اړخیز اقدامات او پاروونکي څرګندونې وکړې چې د پوځي جګړې خطر یې ډېر زیات کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې له مخې د شورا غړو د تاو تریخوالي د زیاتېدونکي خطر په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه او د ارامۍ او تاو تریخوالي کمولو پر عاجلې اړتیا یې ټینګار وکړ او د پوځي جګړې د مخنیوي لپاره یې پر خبرو اترو او ډیپلوماسۍ ټینګار وکړ. څو غړو د کشمیر اوږد مهاله شخړه د سیمه ییزې بې ثباتۍ اصلي لامل وباله او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اړوندو پریکړو او د کشمیریانو د هیلو سره سم د حل لارې پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
ډېرو غړو د نړیوالو قوانینو او مکلفیتونو د درناوي پر اهمیت هم ټینګار وکړ او د سند د اوبو تړون د هند له خوا ځنډولو ته یې اشاره وکړه.
په ملګرو ملتونو کښې د پاکستان سفیر، عاصم افتخار احمد، شورا ته معلومات ورکړل او د هند پاروونکي اقدامات د اپریل په ۲۳مه نیټه اعلان شوي یو اړخیز اقدامات او د پوځي ځواک ښودل یې روښانه کړل. هغه خبرداری ورکړ چې دا اقدامات غیر عادلانه او خطرناک دي او کیدای شي ناوړه پایلې ولري.
سفیر احمد داسې استخباراتي معلومات هم شریک کړل چې د پاکستان په وړاندې د هند له خوا د فوري پوځي اقدام ګواښ ښيي. په داسې حال کښې چې د خپلې خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا څخه د دفاع او د ملګرو ملتونو د منشور له مخې د ځان دفاع حق یې بیا تکرار کړ او په ورته وخت کښې یې ټینګار وکړ چې پاکستان د تاو تریخوالي غوښتونکی نه دی.
پاکستان په کلکه د هند هغه تورونه رد کړل چې د اپریل په ۲۲مه نیټه یې په IIOJK کښې له برید سره تړاو درلود او ویې ویل چې دا تورونه له کومې پلټنې یا معتبرو شواهدو پرته لګول شوي دي. پاکستان ټینګار وکړ چې دا ډول پیښې باید د تیري توجیه کولو یا د نړیوالو قوانینو د سرغړونې لپاره ونه کارول شي او یادونه یې وکړه چې هند په تیرو وختونو کښې له ورته پیښو څخه د کشمیریانو د خپلې ارادې د غورځنګ د ځپلو او د خپلو بشري حقونو د سرغړونو د پټولو لپاره ګټه اخیستې ده. پاکستان د هند په مبینه توګه په دولتي کچه د ترهګرۍ او هدفي وژنو په لاس لرلو هم رڼا واچوله.
پاکستان نور خبرداری ورکړ چې د ۱۹۶۰ کال د سند د اوبو تړون چې د نړیوال بانک په منځګړیتوب یو قانوني تړون دی. د هند له خوا یو اړخیز ځنډول به د جګړې یو عمل وي. که چیرې د پاکستان د سیندونو د اوبو د برخې د بندولو یا اړولو لامل شي. پاکستان د ملګرو ملتونو د سرمنشي او د شورا د غړو له خوا د خبرو اترو او تاو تریخوالي کمولو غوښتنې ته ښه راغلاست ووایه او ژمنه یې وکړه چې د وضعیت د ارامولو لپاره به خپلو ډیپلومیټک هڅو ته دوام ورکړي.
له غونډې وروسته رسنیو ته په خبرو کښې افتخار وویل چې د پاکستان اهداف تر ډېره حده په دې غونډه کښې ترلاسه شول.
هغه زیاته کړه چي دا واضح احساس هم و چې سیمه ییز ثبات د یو اړخیز تګلارې له لارې نه شي ټینګیدای. بلکې اصولي ډیپلوماسۍ، ښکیلتیا او نړیوالو قوانینو ته پابندۍ ته اړتیا لري.