د پاکستان پوځ د دوشنبې په ورځ د فتاح په نوم د نوي توغندي یو بریالی ازمایښتي توغول ترسره کړ. چې د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) په وینا ۱۲۰ کیلومټره واتن وهي.
د فتاح توغندي د ځمکې څخه ځمکې ته ویشتل کېدونکي دي او دا ازموینه څو ورځې وروسته له هغې ترسره شوه چې د ابدالي په نوم یو بل توغندی په بریالیتوب سره وازمویل شو. دا دواړه ازموینې د انډس مشقونو برخه دي.
آئي اېس پې آر وویل چي دا توغول د سرتیرو د عملیاتي چمتووالي ډاډ ترلاسه کولو او د توغندي د پرمختللي نیویګیشن سیسټم او د هغې د دقیقوالي په ګډون د مهمو تکنیکي پیرامیټونو تاییدولو لپاره ترسره شو.
آئي اېس پې آر زیاته کړه چې د پاکستان د پوځ لوړ رتبه افسرانو، ساینس پوهانو او انجینرانو دا توغول ولیدل. د ګډو ځواکونو د مشرانو کمیټې رئیس او د پوځ لوی درستیز ټیم ته د دې بریالي توغولو مبارکي وویله.
آئي اېس پې آر زیاته کړه چي دوی د پاکستان د ځمکني بشپړتیا په وړاندې د هر ډول تیري د مخنیوي لپاره د پاکستان پوځ په عملیاتي چمتووالي او تخنیکي مهارت بشپړ باور څرګند کړ.
دا توغندي ازمایښتي توغول له هغې وروسته کېږي چې په پهالګام کښې له برید وروسته له هند سره تاوتریخوالی زیات شوی دی. راپورونه وايي چې هند خپلو ځواکونو ته د پاکستان په وړاندې د اقدام لپاره بشپړ واک ورکړی دی. په ځواب کښې پاکستان د دې برید په وړاندې د مناسب ځواب ورکولو ژمنه کړې ده.