به‌روزرسانی دربارهٔ11 hours ago

ده سه شنبه په ورځ د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کښې په یو مطبوعاتي کانفرنس کښې پخواني پاکستاني بهرنیو چارو وزیر بلاول بټو زرداري وویل چې که د پاکستان ISI او د هند RAW په ګډه کار وکړي. نو په سویلي ایشیا کښې به ترهګري ډیره کمه شي. بلاول چې اوس مهال په امریکا کښې د پاکستاني پلاوي مشري کوي. هغه ټینګار وکړ چې که ISI او RAW چمتو وي چې کښیني او د دغو ځواکونو سره د مبارزې لپاره په ګډه کار وکړي. نو مونږ به په هند او پاکستان دواړو کښې په ترهګرۍ کښې د پام وړ کمښت وینو.
د بلاول دا خبره په داسې حال کښې ده چې د پاکستان او هند ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې ده. هغه په سیمه کښې د نړیوالې ښکیلتیا پر اړتیا ټینګار وکړ او خبرداری یې ورکړ چې د ایټمي وسلو لرونکو ګاونډیو ترمنځ د جګړې خطر د وروستي اوربند وروسته زیات شوی دی. هغه اوربند یو ښه ګام وباله. خو ټینګار یې وکړ چې دا یوازې یو لومړی ګام دی او د سولې لپاره یې یوازینۍ لاره ډیپلوماسي او خبرې اترې وبللې.
هغه زیاته کړه چي د نړیوالې ټولنې په مرسته او زه په ځانګړي توګه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د ټیم رول یادول غواړم. مونږ کولای شو چې د هند او پاکستان ترمنځ اوربند ترلاسه کړو.
د PPP مشر یو ځل بیا د هند سره د پراخو خبرو اترو په شمول د ترهګرۍ پر ضد مبارزې په برخه کښې د همکارۍ لپاره د پاکستان چمتووالی څرګند کړ. هغه په سیمه کښې هر ډول ترهګریز برید د پاکستان سره د جګړې له ګواښ سره تړلو له امله پر هند نیوکه وکړه او دا یې ناسم وبلله او د دواړو ایټمي قدرتونو ترمنځ یې د شخړو د حل میکانیزمونو نشتوالی په ګوته کړ.
د همکارۍ د اسانتیا لپاره بلاول یو ګډ پلیټ فارم وړاندیز وکړ چې دواړه خواوې وکولای شي خپل شکایتونه پورته کړي. په ګډه د ترهګریزو پیښو څیړنه وکړي او د حساب ورکونې په لور کار وکړي. هغه د هند لخوا د اوبو د وسله وال کولو هڅو په اړه هم جدي اندیښنه څرګنده کړه او خبرداری یې ورکړ چې په دې ګواښ باندې هر ډول اقدام به د پاکستان لخوا د جګړې عمل وګڼل شي. هغه د هند پر کړنو هم نیوکه وکړه. د اسراییلو له پالیسیو سره یې پرتله کړه او په کشمیر کښې یې د هند د حکومت د کړنو تشریح کولو لپاره قوي ژبه وکاروله.
په نیویارک کښې د پاکستاني پلاوي د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انټونیو ګوټیرس او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له مشرې، د ګیانا سفیرې کارولین روډریګز-برکیټ سره وکتل ترڅو پر دغو مسلو خبرې وکړي.

نور ولولئ