به‌روزرسانی دربارهٔ6 hours ago

په وادی تیرا کښې د امن د راوستلو او د ترهگرۍ د ختمولو لپاره روانې هلې ځلې هغه وخت کامیابې شوې. چې سېکورټی ځواکونو په یوه مهمه کاروائی کښې د ترهگرو د ډلې جماعت الاحرار یو ډیر مهم او مطلوب کمانډر سیف الله عرف بدری وژلی دی. سیف الله بدری د ضلع خیبر او شاوخوا سیمو کښې د بدامنۍ او ترهگرۍ سمبول جوړ شوی و او د څو خونړیو بریدونو ماسټر مائنډ و.

​د سېکورټی چارواکو په وینا د بدری وژنه د ترهگرۍ خلاف په روانه جگړه کښې یو لوی پرمختگ دی او د دې کال تر ټولو لویه کامیابی بلل کیږی.

​د چارواکو په وینا وژل شوی سیف الله عرف بدری صرف یو ترهگر نه و بلکې هغه د هغو وحشیانه بریدونو پلان جوړونکی و چې ډیر قیمتی ژوندونه یې اخیستی وو. هغه به ځوانان د ځانمرگیو بریدونو لپاره تیارول او بې گناه خلکو د وژلو لپاره به یې هڅول.

​د چارواکو د معلوماتو مطابق د دې ترهگر کمانډر د جرمونو یوه اوږده لړۍ ده. چې په هغې کښې د ۲۰۲۵م کال د اگست په ۲۹مه د پوځی قلعه باندې ځانمرگی برید هم شامل دی. چې په هغې کښې یو پوځی ځوان شهید شوی او څو نور زخمی شوی وو.

​د دې نه علاوه د ۲۰۲۵م کال د جولائی په ۲۱مه د غونډه میله سیمه کښې په سېکورټی قافله د برید کښې هم بدری ملوث و. په دې برید کښې د سېکورټی ځواکونو ۸ عسکر شهیدان او ۱۴ زخمی شوی وو.

​د چارواکو په وینا په خیبر کښې د دره آدم خیل په سیمه کښې په پوځی پوسته هم برید شوی و. چې په هغې کښې ۵ سېکورټی ځواکونه شهیدان شوی وو.

​د معلوماتو مطابق سیف الله بدری په دې سیمه کښې په څو نورو ترهگریزو پېښو کښې هم ملوث و.

​د مقامی خلکو په وینا د سیف الله عرف بدری په څیر د ترهگرو په ختمولو سره په وادی تیرا کښې د امن هیله نوره هم مضبوطه شوې ده او مقامی خلکو هم د دې کاروائی هرکلی کړی دی.

نور ولولئ