به‌روزرسانی دربارهٔ11 hours ago

پاکستان او امریکا یو تاریخي سوداګریز تړون لاسلیک کړی دی. که څه هم جزیات یې لا تر اوسه نه دي په ډاګه شوي. خو دا ګام د دواړو هېوادونو ترمنځ د مخ پر ودې باور او پیاوړو اقتصادي اړیکو ښودنه کوي.

د دې تړون اعلان د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د شورو (چهارشنبې) په ناوخته د ټولنیزو رسنیو له لارې وکړ. دا په داسې حال کښې ده چې هند د واشنګټن سره د خپل سوداګریز تړون وروستي کولو لپاره د مخ پر زیاتیدونکي فشار سره مخ دی او د روسیې سره د انرژۍ اړیکو په اړه د درنو محصولاتو او احتمالي جریمو سره هم لاس او ګریوان دی.

ولسمشر ټرمپ په خپله ټولنیزه رسنۍ کښې د تړون تایید کړ او ویې ویل چي مونږ همدا اوس له پاکستان سره یوه معامله وروستۍ کړه. چې له مخې به یې پاکستان او امریکا د خپلو پراخو تیلو زیرمو د پراختیا لپاره په ګډه کار وکړي. مونږ د هغې تیلو شرکت د انتخاب په بهیر کښې یو چې د دې مشارکت مشري به کوي.

د تړون لاسلیک کوونکي او موخې
دا تړون د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګزیب او د امریکا د سوداګرۍ وزیر او سوداګریز استازي ترمنځ د یوې ناستې په ترڅ کښې وروستی شو. چې پکې په امریکا کښې د پاکستان سفیر رضوان سعید شیخ او د سوداګرۍ سیکرټري جواد پال هم شامل وو.

د مالیې وزارت یو بیان خپور کړ چې پکې د تړون پر موخو ټینګار شوی. چې پکې دوه اړخیزه سوداګرۍ ته وده ورکول، بازار ته لاسرسی ښه کول، پانګونه راجلبول او په کلیدي سیکټرونو کښې همکاري پیاوړي کول شامل دي.

اقتصادي ګټې او د تمرکز برخې
دا تړون امریکا ته د پاکستان پر صادراتو ټیټ محصول تضمینوي. چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په اقتصادي همکارۍ کښې د نوي باب پیل دی. د تمرکز په برخو کښې انرژي، کانونو، معلوماتي ټکنالوژي او کریپټو کرنسي شامل دي.

پاکستاني حکومت تمه لري چې دا تړون به د امریکا سره سوداګریزې اړیکې د پام وړ پراخې کړي. بازار ته لاسرسی ښه کړي او د پاکستان په زیربناوو او پراختیایي پروژو کښې د امریکا د پام وړ پانګونه راجلب کړي.

نور ولولئ