د شمالي وزيرستان د ډپټي کمېشنر د دفتر نه په ۲۹ جون جاري شوی يو خبر پاڼه کې وويل شوي د دفعه ۱۴۴ لاندې به په ټول شمالي وزيرستان کې د ماښام مونځ نه تر سحر غارمو راختو پورې کرفيو وي۔ د شمالي وزيرستان ضلعي انتظاميي چارواکو خبر کدې ته وويل دا قسمه کرفيو به تر نامعلومه نېټې پورې وي۔
په خبر پاڼه کې د ډپټي کمېشنر يوسف کريم د قوله ليکل شوي “د شمالي وزیرستان ضلع کې د هر ډول د حرکت محدودیتونه ، چې پکې ټول لوی سړکونه، د پلونو، د لنک روډونو، لارو کوڅو، د عامه ټولنو د ټولو سیمو، بازارونه، سوداګریز مرکزونه او د لوبو ځایونو کې به د ماښام مانځه وروسته تر سحرغارمو راختو پورې ګرځبنديز وي، ترڅو د غیرمتوقع پېښو مخنیوی وشي”
د کرفيو ترڅنګ تېره ورځ د افغانستان سره د تګ راتګ د پاره د غلام خان لاره هم تړل شوې ده۔
ځايې انتظاميي دا ګامونه د هغې روستو پورته کړې چې په شمالي وزيرستان کې په يو ورځ په امنيتي ادارو د ترهګرو لخوا بريدونه شوي او يو شمېر د امنيتي ادارو غړو او عام اولس ته مرګ ژوبله اړولې، دغسې د شمالي وزيرستان سره تړلې د خېبر پښتونخوا نورو جنوبي ضلعو کې هم د بدامنۍ پېښې سېوا شوې دي۔
د شپې کرفيو ولې لګول کيږي؟
Sub head line
څيړونکي وايي په پاکستان او بيا په خصوصي توګه په خېبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ په پېښو کې افغان وګړي ککړ موندل شوي او يا په افغانستان کې ناست ترهګر د پاکستان ضد عملياتو د پاره دغه لارې کاروي او د شپې په محال بريدونه پلان کوي۔ څيړونکي وايي د لارې بندولو او د شپې په محال کرفيو لګولو سره د ترهګرۍ عملياتو کې تر ډيره حده کمې راشي۔
د پاکستان پوځ پخواني بريګډير سېد نذيز خبر کدې ته وويل په شپه کې اکثر له ترهګر ګرځي، او شپه کې ترهګر چې کوم هدفونه لګوي هغې د پاره محفوظه ځايونو ته ځي، د شپې مورچې جوړوي، دغه کار بيا د ورځې ګران وي او بيا ترهګر ښکاره کيږي
“د شپې کرفيو سره به عام خلک په کورونو کې محفوظ پاتې شي صرف ترهګر به ګرځي نو بيا د ترهګرو ضد کاروايي اسانه شي او بيا عام او معصومه خلکو ته د نقصان رسېدو امکان کم شي، بله دا چې ترهګرو د شپې تګ راتګ ختم شي نو د دوي د عملياتو توان کم او يا ختم شي”
نوموړي زياته کړه د افغانستان سره د غلام خان لار بندول هم په داسې وخت کې ډير مهم دي چې په شمالي وزيرستان او بيا جنوبي ضلعو کې بريدونه سېوا شوي دي۔ ريټايرډ بريګډير سېد نذير وويل په دې لارو اکثر له د وسله والو سهولت کار تګ راتګ کوي او د هغوي سره وسله نه وي او پيژندګلو يې ګرانه وي
“د ترهګرو داسې سهولت کار په دې لارو راشي او بيا هغه ځايونو ته په اسانه ورسيږي چرته چې عمليات کول غواړي”
