د پاکستان هوایي ځواک په وخت سره اقدام وکړ او د سه شنبې په شپه یې څلور هندي جټ الوتکې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کښې له ګزمې کولو څخه په شا وتمبولې.
امنيتي سرچينو ويلي چې څلورو رافال ډوله جټ الوتکو د شپې ناوخته تر ولکې لاندې کشمير پر فضا ګزمه کوله.
خو د پاکستان هوایي ځواک سمدستي دغه الوتکې کشف کړې او مناسب اقدام یې وکړ چې له امله یې هندي الوتکې په شا تګ ته اړ شوې.
امنيتي سرچينو وويل چې د پاکستان هوایي ځواک بیدار دی او د هند هر ډول اقدام ته ځواب ويلو ته چمتو دی.
دا پېښه وروسته له هغې رامنځته شوه چې د اطلاعاتو وزير عطا تارړ اعلان وکړ. حکومت باوري استخباراتي معلومات لري. چې هند په راتلونکو ۲۴-۳۶ ساعتونو کښې د پوځي اقدام پلان لري. راپورونه وايي چي هند د پلوامې له برید وروسته خپلو ځواکونو ته د پاکستان پر ضد د عمل کولو بشپړ واک ورکړی دی.