به‌روزرسانی دربارهٔ3 hours ago

د خیبر پښتونخوا په جنوبي وزیرستان لور ضلعي کې پروت د پاکستان او افغانستان ترمنځ پولې ته نږدې انگور آډه ګېټ دوه کاله بند و. بالاخره د نهه (سې شنبې) په ورځ رسماً د سوداګریزو چارو لپاره پرانېستل شو. تمه ده چې دا مهمه پرېکړه به سرحدي تجارت ته نوې وده ورکړي او ځايي خلک هم اقتصادي ښېرازۍ ته هیله‌ من دي.

​د ګېټ د پرانیستلو په غونډه کې د قامي اسمبلۍ غړي زبیر وزیر او د خمرنګ بریګېډ مرستیال کمانډر د خاص مېلمنو په توګه ګډون وکړو. دا غونډه یوه ډېره ښکلې او تاریخي وه. د سکولونو ماشومان، عالمان او ډېر شمېر قومي مشران پکې راټول شوي وو.

​ځايي سیاسي او ټولنیزو مشرانو وویل چې د انگور آډه ګېټ پرانېستل کېدل به د پاکستان او افغانستان ترمنځ تجارتي اړیکو او سرحدي خلکو ته د هیلې نوې رڼا واچوي.

نور ولولئ