به‌روزرسانی دربارهٔ3 hours ago

د راپورونو له مخې، طالبانو د پنجشنبې په ماښام شاوخوا پنځه بجې په ټول افغانستان کې د انټرنېټ کارونه بند کړل. دا اقدام په داسې حال کې شوی چې طالبانو له دې وړاندې هم د نوري فایبر پر کارونې بندیزونه لګولي وو. ویل کېږي چې په هرات او بلخ ولایتونو کې مخکې هم ورته بندیزونه عملي شوي وو.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مخابراتي شرکتونو ته امر کړی چې په یوه اوونۍ کې دننه دې خپل 5G او 4G خدمتونه بند او یوازې د 2G له شبکې څخه کار واخلي. دغه پرېکړه د انټرنېټ د سرعت او کیفیت په کمېدو تمامه شوې او د خلکو ترمنځ یې پراخې اندېښنې راولاړې کړې دي.

سره له دې چې په هېواد کې د انټرنېټ ډېری برخې تړل شوې دي، طالبانو تر اوسه د بېرته فعالېدو په اړه څه نه دي ویلي. د چارو شنونکي وايي، دا ډول بندیزونه د طالبانو د کنټرول سیاست برخه ده چې د میلیونو افغانانو ورځنی ژوند، سوداګریز فعالیتونه او اړیکې له جدي ستونزو سره مخامخ کړي دي.

نور ولولئ