به‌روزرسانی دربارهٔ12 hours ago

د کرک د ضلعي په درشا خیل سیمه کښې امنیتي ځواکونو د ترهګرو خلاف لوي عملیات وکړل. چې پکې ټول اوولس (۱۷) ترهګر ووژل شول.

​ډي پي او شهباز الٰهي وویل چې د وژل شوو ترهګرو وارثانو او د خټک اتحاد مشرانو د ډي پي او کرک سره خبرې اترې (مذاکرات) وکړې. د دغو کامیابو خبرو نه پس انتظامیې د وژل شوو ترهګرو مړي وارثانو ته ورکړل.

​د ډي پي او شهباز الٰهي په وینا د وژل شوو ۱۷ ترهګرو نه د اتو (۸) کسانو پېژندګلوي (شناخت) شوې ده. د دوی نومونه داسې دي:

​لکی مروت نه: شفیع الله او عبدالوکیل (دوه ترهګر)

​بنوں نه: ناصر، صورت الله او سهیل (درې ترهګر)

​مہمند نه: سلیمان

​کرک نه: ذہین الله

​ځايي سرچینې وایي چې د امنیتي ځواکونو دا عملیات په سیمه کښې د امن او نظم د ښه کولو د کوښښونو یوه برخه وه.

نور ولولئ