د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د دوشنبې په ورځ وویل چې هند هڅه کوي د اوبو ترهګرۍ له لارې پاکستان یرغمل کړي. د سند اوبو تړون په ځنډولو سره. هغه زیاته کړه چې پاکستان به د خپلو خلکو پر حاکمیت هیڅ ډول جوړجاړی ونه کړي.
وزیر دا څرګندونې په اسلام آباد کښې د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ د جوړېدو په ۵۲مه کلیزه کښې وکړې.
ډار وویل چي هند نه شي کولی خپله اراده پر پاکستان تحمیل کړي او باید خپلې پالیسۍ له سره وڅیړي.
هغه زیاته کړه چې هند اوبه د یوې وسلې په توګه کاروي. خو پاکستان به د هغه څه لپاره مبارزه وکړي چې د خپل ۲۴۰ میلینه نفوس لپاره د ژوند رګ بولي.
هغه وویل چي هند غواړي اوبه د وسلې په توګه وکاروي. خو پاکستان د خپلو ګټو په ساتلو کښې ثابت ولاړ دی.
د بهرنیو چارو وزیر دا هم وویل چې په سیمه کښې تلپاتې سوله د کشمیر مسلې له دایمي حل پرته ناشونې ده. هغه زیاته کړه چې د کشمیر په اړه د پاکستان دریځ اصولي دی او د کشمیري خلکو د ځانګړې حق لپاره به اخلاقي او ډیپلوماټیک ملاتړ ته دوام ورکړي.