د اسلام اباد پولیسو نن سې شنبه اعلان وکړ چې د ثنا یوسف وژنه د تورن حیات له خوا د هغې د پرله پسې ردولو په پایله کښې شوې ده.
يوه ۱۷ کلنه ټیک ټاکر ثنا يوسف د دوشنبې په ماښام په اسلام اباد کښې په خپل کور کښې په ډزو ووژل شوه. دې پېښې غوسه راپارولې او په پاکستان کښې د ټولنیزو رسنیو د اغیزمنو کسانو د خوندیتوب په اړه یې اندیښنې بیا راپورته کړې دي.
ویل کیږي چې ثنا یوسف چې په ټیک ټاک کښې یې ۷۴۰,۰۰۰ څخه ډیر فالورز درلودل. هغه په کور کښې له خپلې ترور سره وه. کله چې شکمن کس عمر حیات (چې په “کاکا” هم مشهور دی) راورسېد. د ترور په وینا له ډزو مخکې لنډه خبرې اترې شوې وې. ثنا یوسف ویلي و چې تورن دې لاړ شي مخکې لدې چې هغه دوه ځله په سینه وویشتله.
د قتل قضیه ثبت شوې او پولیسو په چټکۍ سره حیات چې په کاکا هم مشهور دی. د جرم څخه شاوخوا ۲۰ ساعته وروسته په فیصل اباد کښې ونیو. نیول د سي سي ټي وي فوټیج او د موبایل ډیټا تحلیل له لارې اسانه شول. حیات چې هغه هم ټیک ټاکر دی. په قتل یې اعتراف وکړ او ادعا یې وکړه چې د قرباني ملګری دی. پولیسو د وژنې وسله او د شکمن جامې وموندلې. د سي سي ټي وي فوټیج ښیې چې حیات په ارام سره له صحنې وځي او داسې ښکاري چې مخکې له دې چې په موټر کښې وتښتي. هغه په خپل ټلیفون خبرې کوي.
په داسې حال کښې چې شکمن په توقیف کښې دی. د وژنې انګیزه لاهم تر څیړنې لاندې ده. په هرصورت د اسلام اباد انسپکټر جنرل علي ناصر رضوي وویل چې قتل د پرله پسې ردولو په پایله کښې شوی دی.
دا غمجنه پیښه په پاکستان کښې د ښځینه مینځپانګې جوړونکو په نښه کولو کښې د بریدونو وروستۍ لړۍ ده. ورته پیښې په دې وروستیو کښې په خوشاب، پیښور، کویټه، او سیالکوټ کښې راپور شوي دي. تحقیقات روان دي او تمه کیږي چې د پوسټ مارټم راپور له بشپړیدو وروسته نور تازه معلومات خپاره شي.